د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

د اوکراین پلازمېنه کې چاودنې؛ ښاروال: خلک دې له پناه ځایونو نه راوځي


د چاودنو یوه سیمه
د چاودنو یوه سیمه

د اوکراین په پلازمېنه کییف کې یو وار بیا د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د اوکراین د پلازمېنې کییف ښاروال ویتالي کلیچکو د دغه ښار له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې په خپلو پناه­ځایونو کې پاتې وي.

د کییف دفاعي چارواکو ویلي، چې د دوی د هوايي مدافع دستګاه فعاله ده.

تر دې مخکې د اوکراین پوځ راپور ورکړی و، چې روسیې د کینژال راکټونو په ګډون پر کییف تر غږ چټک توغندي ویشتلي دي.

د کییف ښاروال ویلي، چې د یوه لګېدلي توغندي ټوټې د ماشومانو د یوه روغتون په انګړ کې لوېدلي او ځاني او مالي زیان یې نه دی اړولی، خو د اوکراین په لوېدیځ اوانو-فرانکیوسک کې د روسیې په راکټي حمله کې یو اته کلن ماشوم وژل شوی دی.

اوکراییني چارواکو ویلي چې د روسیې یوې بې پېلوټه الوتکې نن په بریسلاف ښارګوټي کې د خرسون سیمې د بشري مرستو د وېش پر یوه مرکز حمله کړې، خو د احتمالي زیانونو په باب یې څه نه دي ویل شوي.

د خارکیف سیمې والي اوله سین یي هوبوف نن ویلي، د روسیې په یوه هوايي حمله کې دغې سیمې ته نږدې یو کور په نښه شوی او په نتیجه کې یې یوه ۶۰ کلنه ښځه وژل شوی او یو تن ۶۰ کلن سړی ټپي شوی دی.

یوه جګړه ځپلې سیمه - ارشیف
یوه جګړه ځپلې سیمه - ارشیف

د اوکراین د وسلوالو ځواکونو د لوی درستیز دفتر نن په خپلو ورځنیو اطلاعاتو کې ویلي، چې روسي ځواکونو د بخموت په کوبیانسک کې د ناکامو تهاجمي عملیاتو اقدام وکړ.

دغه دفتر دغه راز ویلي چې د اوکراین پوځ د دغه هېواد د جنوب په ملیتیپول او بیردیانسک کې خپلو تهاجمي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

پر اوکراین د تازه حملو راپورونه داسې وخت ورکول کېږي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن ادارې له کانګرس غوښتنه کړې، چې د اوکراین لپاره د څه باندې ۲۰ ملیارد ډالرو په ارزښت پوځي او بشري مرسته تصویب کړي.

د دې تر څنګ د روسیې دفاع وزارت ویلي یوه بې پېلوټه الوتکه چې په مسکو کې د یوه نامشخص هدف پر لوري د تګ په حال کې وه، ویشتل شوې او نسکوره کړای شوې ده.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي، چې د الوتکې ټوټې د مسکو په شمال لوېدیځ کې لوېدلي او چا ته یې د سر او مال زیان نه دی اړولی.

مخکې راپور ورکړل شوی و، چې د مسکو ونوکوو هوايي ډګر او د مسکو په ۱۵۰ کیلومترۍ کې کالوګا هوايي ډګر د هغه څه له کبله د لنډ وخت لپاره تړل شوي، چې چارواکو د یوې مشکوکې بې پېلوټه الوتکې الوتنه بللې ده. دواړه هوايي ډګرونه بېرته پرانیستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG