د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

هرمز تنګي کې د ایران له‌خوا د بېړیو د ایسارولو او نیولو یوه نوې پېښه


هرمز تنګي کې ایساره شوې بېړۍ
هرمز تنګي کې ایساره شوې بېړۍ

امریکا وایي ایراني پوځیانو هرمز تنګي ته نږدې یوه بېړۍ د لنډ وخت لپاره ایسار کړې وه.

دا خبر د امریکا متحده ایالاتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ سینټکام پنجشنبه سهار په یوه ټویټ کې ورکړ چې ایراني پوځیانو د ویلا په نوم یوه بېړۍ په نړیوالو اوبو کې تعقیب او ونیوله.

پېښه پرون د اګست په دولسمه شوې.

د امریکا دې جګپوړې پوځي قوماندانۍ زیاته کړې چې ایراني ځواکونو د دې تېل وړونکې بېړۍ د ایسارولو لپاره له دوو پوځي بېړیو او ایراني هلیکوپټرو کار اخیستی دی.

په هغې وېډیو کې چې سینټکام خپره کړې ښکاري خاص پوځیان په چټکۍ د رسۍ په وسیله له هلیکوپټرې څخه ایسار شوې تېل وړونکې بېړۍ ته ښکته کېږي.

روېټرز او اسوشیټډ پرس خبري اژانسونو د امریکایي چارواکو په حواله چې نومونه‌یې نه‌دي خپاره شوي راپور ورکړی چې دا بېړۍ بېرته خوشې شوې وه.

اسوشیټډ پرس ته یوه امریکايي چارواکي د نوم د نه‌خپرېدو په شرط ویلي چې ویلا بېړۍ د پنځو ساعتونو لپاره درول شوې وه.

د ویلا بېړۍ چلوونکو د ایراني پوځیانو تر عملیاتو مخکې یا وروسته کوم بېړنی پيغام نه‌دی ورکړی چې څوک ورته مزاحمت کوي.

ارشیف
ارشیف

د راپورونو په اساس امریکا یوازې د دې پېښې څارنه کړې او نور د کومو اقداماتو خبر نه‌دی ورکړل شوی.

ایراني چارواکو هم تر دې دمه د دې پېښې په اړه کومه تبصره نه‌ده کړې چې ولې یې د ویلا په نوم تېل وړونکې بېړۍ درولې وه.

د امریکا متحده ایالاتو په وار وار په ایران فشار راوړی چې نړیوالې بېړۍ چلونې او کښتیو ته له ګواښ جوړولو لاس واخلي.

تېر دوبی ایران وروسته له هغه چې په جبل‌الطارق کې یې یوه بېړۍ د بریتانیايي ځواکونو په لاس ونیول شوه د بریتانیا یوه بېړۍ په فارس خلیج کې د یو څه وخت لپاره ودروله.

هرمز تنګي، فارس خلیج او عمان سمندرګي کې بېړیو ته د اکثر ګواښونو پړه په ایران او یا د دغه هېواد په ملاتړو ډلو اچول کېږي.

د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ له ۲۰۱۸ کال راهیسې لانجې اوج ته رسېدلي. دلیل‌یې هم دا راوړل شوی چې امریکا له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټمي تړون ووته او په دغه هېواد یې سخت بندیزونه ولګول.

XS
SM
MD
LG