د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

طالبان د یو شمېر هېوادونو استازو ته: له افغانستانه خپلې قونسلي چارې پرمخ بوځئ


په کابل کې د امریکا سفارت چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره یې چارې له دوحې پر مخ وړل کېږي.
په کابل کې د امریکا سفارت چې د طالبانو په بیا واکمنېدو سره یې چارې له دوحې پر مخ وړل کېږي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له امریکا، بریتانیا، هسپانیا، سویلي کوریا، هالنډ، ایټالیا، اسټرالیا او کاناډا له استازو وغوښتل چې خپلې قونسلي چارې له افغانستانه پرمخ بوځي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت پلاوي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بېلابېلو هېوادونو له سفیرانو او استازو سره په کتنه کې په افغانستان کې د دوی ډیپلوماتیکو استازولیو د پرانيستلو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په یوه پیغام کې چې رسنیو ته یې لېږلی ویلي، د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د امریکا متحدو ایالتونو له استازو سره په کتنه کې هم دغه څرګندونې کړې دي.

نوموړي دغه شان له بریتانيا، هسپانيا، جنوبي کوريا، هالنډ، ايټاليا، اسټراليا او کاناډا څخه وغوښتل چې د خپلو سفارتونو چارې له افغانستان دننه پرمخ بوځي.

هغه وویل: "ښاغلي متقي وویل، د دې پر ځای چې د افغانستان لپاره خپل ماموریت له لرې ترسره کړئ، دا ادارې باید په افغانستان کې حضور ولري او د افغانستان واقعیتونه له نږدې وګوري."

سرپرست امیرخان متقي
سرپرست امیرخان متقي

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بياځلي واکمنېدو وروسته له یو څو هېوادونو پرته نورو هېوادونو په افغانستان کې خپلې قونسلګرۍ بندې کړې او خپل سفارتونه یې قطر ته ولېږدول.

په افغانستان کې د سفارتونو او ډیپلوماتیکو ماموریتونو تړل د ځینو افغانانو لپاره یوه ننګونه بلل شوې ده.

د کابل ښار اوسېدونکې بهار وايي، غواړي له خپلې کورنۍ سره يوځاى کاناډا ته ولاړه شي، خو په افغانستان کې د کاناډا سفارت نه‌شته او ګاونډيو هېوادونو ته د تګ شرايط ورته ستونزمن دي.

هغه وویل: "له بده مرغه، د کاناډا سفارت په افغانستان کې نه‌شته او زه باید پاکستان ته لاړه شم چې له هغې لارې د ویزې غوښتنه وکړم، خو د پاکستان ویزه بنده ده او د یوې نجلۍ په توګه زما لپاره خورا ستونزمن کار دی."

د کابل يو بل اوسېدونکى ياسين وايي، د هند د يوه پوهنتون محصل دى چې د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته په افغانستان کې بند پاتې شوى او نه‌شي کولى هند ته ولاړ شي.

هغه زیاتوي: "له بده مرغه، ځکه چې په افغانستان کې د هند قونسلګرۍ خدمات بند دي او هند هم محصلینو ته پام نه کوي، موږ نه‌شو کولی هند ته لاړ شو چې د خپل فراغت سند مراحل طی کړو او د فراغت سند ترلاسه کړو."

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وايي، د طالبانو د حکومت له رسميت پېژندلو پرته په افغانستان کې د لوړپوړو ډیپلوماټانو فعالیتونه د ډیپلوماتیکو دودونو خلاف دي.

هغه وویل: "د ۱۹۶۴ کال د ویانا او جینوا کنوانسیونونو له مخې، هغه هېواد چې کوم هېواد يې په رسميت نه پېژني د سفير او ډيپلوماټ غوښتل د اصولو خلاف کار دی، لکه څنګه امیر خان متقي غوښتنه کوي، که چېرې دا غوښتنه د هېوادونو له‌خوا پلي شي، د ملګرو ملتونو له منشور به سرغړونه وي."

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي شاوخوا څلور میاشتې وړاندې ویلي وو چې دا مهال په افغانستان کې د ۱۳ هېوادونو سفارتونه او ډیپلوماتیک ماموریتونه فعال دي.

له دې جملې څخه په کابل کې د چین، روسیې، ترکیې، پاکستان، ایران او جاپان سفارتونه فعال دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت چارواکو په وار وار له نړیوالې ټولنې د بندیزونو د لیرې کولو او د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې، خو نړیوالې ټولنې تل ویلي چې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو شرایط نه‌دي پوره کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG