د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

انډپنډنټ: ښايي افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې وي، خو بشري وضعیت په خرابېدو دی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • انډپنډنټ

انډپنډنټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکي چې بریتانیا او لوېدیځو هېوادونو ته اړتیا ده له افغانستان سره تر بل هر وخت مرستې زیاتې کړي.

د ورځپاڼې په وینا که څه هم د افغانستان وضعیت تر دې نور نه‌شي خرابېدای، خو تر اوسه د کډوالۍ د بحران د حل نښې نه‌لیدل کېږي.

انډپنډنټ لیکي، ښايي په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې وي، خو بشري وضعیت مخ پر خرابېدو دی.

په مقاله کې لولو، د بریتانیا د سره صلیب کمېټې خبرداری ورکړی چې افغانستان له داسې کړکېچ سره مخامخ دی چې د خلکو ژوند یې د زغملو وړ نه‌دی.

دې کمېټې دا هم ویلي چې نه‌یوازې افغانستان، بلکې د ایران او پاکستان په ګډون ګاونډي هېوادونه هم د افغان کډوالو له سېل سره مخامخ کېدای شي.

انډپنډنټ ورځپاڼې لیکي چې د انګلستان په ګډون لوېدیځ هېوادونه باید داسې لارې چارې ولټوي چې افغان اتباع په خوندي توګه لوېدیځ ته انتقال کړي، په دغو هېوادونو کې مېشت او یا له خپلو کورنیو سره یوځای شي.

په مقاله کې راغلي چې په افغانستان کې وضعیت ډېر ژر بدل شو، ځکه دا هېواد نسبتاً باثباته و، حکومت د اکثریت خلکو په خوښه رامنځته شوی و او که څه هم فساد په‌کې و چې د هېڅ چا دا وضعیت خوښ نه‌و، خو د افغانستان اقتصاد وده کوله.

د انډپنډنټ ورځپاڼې په وينا، نهیلي له افغانستانه ډېره لیرې وه، خو په څو اوونيو کې وضعیت بدل شو، طالبان واک ته ورسېدل، د کابل له هوايي ډګره د سفرونو چارې ګړندۍ شوې او بالاخره حالات نور هم خراب شول.

  • فارین پالېسي

فارین پالېسي هم د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان وضعیت څېړلی.

د خپرونې په وینا، له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو او د طالبانو د رژیم مخالفو فعالانو د ملي مقاومت جبهې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

په مقاله کې راغلي چې دا جبهه په تاجکستان کې مېشت ده او په وروستیو اوونیو کې یې هڅه کړې چې د طالبانو پر ضد د نوې جګړې د پیلولو لپاره د واشنګټن ملاتړ ترلاسه کړي.

فارین پالېسي همداراز لیکلي چې په افغانستان کې د بشري ناورین د دوام، د ښځو او اقلیتونو د ځورونې او له القاعده او ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو په اړه د طالبانو د ژمنو په اړه شکونو ته په کتو سره یو شمېر امریکايي پالېسي جوړوونکي په دې باور دي چې د طالبانو مخالفینو ته باید یو فرصت ورکړل شي.

خو ورځپاڼه لیکي چې دا ډول اقدام به د تېرو وختونو په څېر یوه تېروتنه وي چې امریکا په افغانستان یا نورو هېوادونو کې له غیر مسؤله وسله‌والو ډلو سره په مرسته کړې ده.

د فارین پالېسي په وینا، دا ډول اقدام به له نړیوالو قوانینو سرغړونه وي او که د ولسمشر بایډن اداره غواړي چې د بشري حقونو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي، باید په افغانستان او هر بل هېواد کې له غیر مسؤله ډلو سره له مرستې ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG