د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

'آر ایس ایف' یوځل بیا د طالبانو له بنده د مرتضی بهبودي د خوشې کېدو غوښتنه کړې


مرتضی بهبودي له پنځو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی.
مرتضی بهبودي له پنځو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان یا 'آر ایس ایف' یوځل بیا د طالبانو له بنده د افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د بې پولې خبریالانو سازمان، په پاریس کې د وخت ټاکنې د برښنایي دستګاه په نصبولو سره، یو ځل بیا د طالبانو له بند څخه د افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د خلاصون غوښتنه وکړه.

يادې ادارې د پنجشنبې په ورځ د فرانسې په مرکز پاریس کې د طالبانو په زندان کې د تېرو شپږو میاشتو د بند د مودې له پوره کېدو وروسته دغه وسیله نصب کړې ده چې د طالبانو په زندان کې د تېرو ورځو، ساعتونو او دقیقو شمېر حسابوي.

د 'آر ایس ایف' په خبرپاڼه کې د دغه سازمان د مشر کریسټوف ډیلویر له قوله راغلي، له طالبانو سره د خبرو اترو لارې خلاصې ساتي.

نوموړي د دې دستګاه د پرانيستې په مراسمو کې وویل: "دا پوچ حالت له ډېرې مودې راهیسې روان دی او اوس د مرتضی د خلاصون وخت دی."

دغه شان د پاریس ښار یو شمېر چارواکو د دې دستګاه د نصبولو پر مهال د مرتضی بهبودي د خلاصون لپاره د هڅو د کمپاین پر ملاتړ ټینګار کړی او د فرانسې د پلازمېنې، پاریس په بېلابېلو برخو کې په انګلیسي ژبې د 'مرتضی خوشې کړئ' لیکل شوي لوی بینرونه به هم نصب شي.

د بې پولي خبريالانو سازمان وايي، بهبودي افغانستان ته له ننوتلو ۴۸ ساعته وروسته د جنورۍ په شپږمه د طالبانو له خوا ونيول شو.

که څه هم د مرتضی بهبودي له نیول کېدو شپږ میاشتې یا څه باندې ۱۸۰ ورځې تېرې شوې، خو طالبانو د هغه د قضیې د څرنګوالي او په بند کې یې د ساتلو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

د مرتضی بهبودي مېرمنې الکساندرا مستوفیا د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د دې مېړه خوشې کړي.

نوموړې وويل: "یو ځل بیا د خپل خاوند د راخوشې کیدو غوښتنه کوم. هغه یوازې یو خبریال دی او هیڅ خلاف کار یې نه دی ترسره کړی. هیله لرم چې زما دا پیغام د طالبانو د پام وړ وګرځي او واورېدل شي."

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د راپورونو له مخې دا مهال یو شمېر نور خبریالان او فعالان هم د طالبانو په بند کې دي.

د طالبانو حکومت ډېر لږ د فعالانو او خبریالانو نیول کېدل تایید کړي، خو تل یې ویلي چې دوی له دندو پرته په نورو دلایلو او له قانون څخه د سرغړونې په خاطر نیول شوي دي.

تر دې وړاندې د خبريالانو نړيوال فدراسيون، د افغانستان لپاره د بشري حقونو د ايتلاف غړو او يو شمېر نورو بنسټونو هم د طالبانو له خوا د افغاني الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او يو شمېر نورو فعالانو نيول غندلي دي.

په ورته وخت کې د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي، چې افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې د 'د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوال شاخص' په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۵۲ ځای لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG