د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د امریکايي استازو او طالبانو لیدنه؛ پاټل: دا د طالبانو د رسمیت پېژندلو په مانا نه ده


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانت پاټل
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ودانت پاټل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړو استازو لیدنه د طالبانو پر وړاندې د امریکا په سیاست کې د بدلون نښه نه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره د امریکا د ځانګړو استازو لیدنه د طالبانو د حکومت د مشروعیت یا په رسمیت پېژندلو په مانا نه ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال ودانت پاټل د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې دا غونډه د طالبانو پر وړاندې د امریکا د سیاست بدلون نه څرګندوي.

پاټل زیاته کړه: "د ځانګړو استازو، ټوماس وېسټ او رینا امیري سفر، د متحده ایالاتو د سیاست د بدلون نښه نه ده. مونږ په ښکاره ډول ویلي چې له طالبانو سره زمونږ اړیکې، زمونږ د ګټو پر بنسټ دي. دا اړیکې د طالبانو په رسمیت پېژندلو، له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدو او د هغوی د مشروعیت په مانا نه دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ټینګار وکړ چې د افغانستان د وضعیت په شاته تګ د طالبانو له خوا له بشري حقونو څخه پراخې سرغړونې او د افغانو ښځو او نجونو څنډې ته کول، اوس هم د امریکا د متحده ایالتونو مهمې اندېښنې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ د دوه کلنې په درشل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ او د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د دغه هېواد ځانګړې استازې رینا امیري به قزاقستان او قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې، په دوحه کې به د طالبانو له استازو او د افغانستان د مهمو وزارتونو له تکنوکرات متخصصانو سره وګوري، څو په افغانستان کې د حیاتي ګټو په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم دغه ناسته تایید کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی به له امریکايي چارواکو سره د خبرو لپاره قطر ته ولاړ شي.

که څه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دغو خبرو کې به د افغانستان له خلکو سره بشري مرستو، اقتصادي ثبات، د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره عادلانه او شرافتمندانه چلند، امنیتي مسایلو او د نشه یي توکو له تولید او قاچاق سره د مبارزې پر هڅو بحث ته به لومړیتوب ورکړل شي.

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پنجشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې وویل، په دغو خبرو کې به د تحریمونو او تور لېست څخه د هغوی د نومونو لرې کولو، د افغانستان د بانکي زېرمو ازادولو او د افغانستان د هوايي حریم د سرغړونې مسئلې ته به لومړیتوب ورکړل شي.

د بلخي په وینا، د طالبانو پلاوی به له یو شمېر قطري چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې وکړي.

خو د سیاسي چارو یو کارپوه طارق فرهادي وايي چې د طالبانو د سختو سیاستونو ته په کتو د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندل ممکن نه دي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي

هغه وویل: "په داسې حال کې چې طالبان پر ښځو او نجونو داسې فشارونه راوړي، د زده کړې حق نه لري، د کار حق نه لري، د سینګار حق نه لري. غربي هېوادونه په هېڅ ډول داسې رژیم په رسمیت نه پېژني. غربي هېوادونه کولای شي خپلو موخو ته ورسېږي، کوم چې له افغانستانه د ترهګرۍ کنټرول دی، خو د هغو سختو پالیسیو په پام کې نیولو سره چې طالبانو د ښځو په حقونو راوستي، د افغانستان په رسمیت پېژندنه ممکنه نه ده، د دې ټول تاوان د افغانستان خلکو ته رسېږي."

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، په دوحه کې له طالب چارواکو سره تر خبرو مخکې، د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د C5+1 سازمان په غونډو کې ګډون کوي.

دغه سازمان چې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونه په کې شامل دي، په دې چوکاټ کې له امریکا سره خپلې ګډې اړیکې تعقیبوي.

د امریکا متحده ایالاتو استازي، په استانه کې د مدني ټولنې له استازو سره هم ګوري او په افغانستان او قزاقستان کې د ښځو د اقتصادي پراختیا او پیاوړتیا په اړه هم خبرې کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG