د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

جوماتونو کې پر لمونځ کوونکو د بریدونه او چاودنو دوام او د افغانانو غبرګون


کندز کې هغه جومات چې له ۵۰ لمونځ کوونکي په کې ډېر ووژل شول
کندز کې هغه جومات چې له ۵۰ لمونځ کوونکي په کې ډېر ووژل شول

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي او دیني عالمان په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې پر جوماتونو او لمونځ کوونکو د بریدونو لړۍ غندي او اسلام ضد عمل یې بولي.

د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکی سمسور وایي، پر جوماتونو او لمونځ کوونکو بریدونه یو غیر انساني عمل دی: "کوم کسان چې جوماتونو کې ځانمرګي کوي، یا بمونو اچوي خلک وژني، دا اسلام کې نشته، نه جومات ګوري، نه مدرسه ګوري نه مکتب ګوري، په هرځای کې چاودنې کوي، دا خلک چې دا بریدونه کوي، دوی دې له خدایه ووېرېږي له قرانه دې ووېرېږي داسې کړنې دې نه کوي."

د کندز ولایت یو اوسېدونکي محمد یعقوب هم ورته څرګندونې لري وايي، دا اعمال چې هر څوک ترسره کوي موږ یې خلاف یو: "په دې وروستیو کې موږ او تاسو ګوروچې پر جوماتونو او لمونځ کوونکو بریدونه ترسره کوي او دوی وژل کېږي، دا اسلام سره کاملاً په ټکر کې عمل دی، دا عمل چې هرڅوک ترسره کوي هغه که مسلمان وي که کافر، موږ یې غندو او پرخلاف یې یو."

په ورته وخت کې یو شمېر دیني عالمان هم پر جوماتونو او لمونځ کوونکو او په ټوله کې پر عبادت کوونکو بریدونه او دوی ته مرګ ژوبلې اړول غندي او د بشریت او اسلام له نظره یې ناروا عمل ګڼي.

دیني عالم شمس الرحمن فروتن یې په اړه وايي: "جوماتونه او معابد او هرهغه ځایونه چې د بېلابېلو ادیانو د عباداتو لپاره جوړ شوي، د اسلام سپېڅلي دین له نظره حرام دي چې پر هغو ځایونو حمله وشي، اسلام دین هېچا ته اجازه نه کوي چې پرعبادت کوونکو حملې وکړي."

ښاغلی فروتن پر طالبانو غږ کوي چې د دیني او مذهبي اماکنو امنیت خوندي کړي.

‎دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د ننګرهار ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې د جمعې د لمانځه پرمهال په چاودنه کې لږ تر لږ درې کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

‎د اکتوبر په اتمه نېټه بیا په کندز ولایت کې د شیعه ګانو پر یوه جومات برید شوی وچې له ۵۰ لمونځ کوونکي په کې ډېر ووژل شول او ۱۴۰ ډېر ټپیان شول.

دغه شان د اکتوبر په ۱۵مه نېټه په کندهار کې هم د شیعه ګانو پر یوه جومات په برید کې ۵۰ کسان ووژل شول او ۷۰ نور ټپیان شول.

په کندهار کې د شیعه و په جومات کي تر چاودنې وروسته تصاویر
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:19 0:00

‎‎په کندز او کندهار کې پر جوماتونو د بریدونو مسوولیت داعش وسله والې ډلې منلی و.

‎دا بریدونه په نړیواله کچه غندل شوي هم وو.

‎په ورته وخت کې طالبان هم وايي، پر جوماتونو بریدونه هېڅ توجیع نه لري او ناوړه عمل دی.

‎د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "اسلامي عمل نه دی، دې لپاره هېڅ توجیع نشته، داعشي تکسیریان جومات کې راټول شوي کسان ټول کافران بولي، ځکه داسې یو عمل کوي، دا زشت فکر او زشت باور او عقیدی له دغه وړې پدیدې نه پرته د بل چا نه ده. افغانان دا پیدیدي ردوي، ملاتړ یې نه کوي او د مخنیوي په برخه کې یې ګامونه هم اخلي."

‎مجاهد په داسې حال کې داعش ډله د دې برید مسووله ګڼي چې تراوسه یادې ډلې د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې پر جومات د برید مسوولیت نه دی منلی.

‎مجاهد وايي، د دغه برید په تړاو درې کسان نیول شوي دي.

‎د یادونې وړ ده چې مخکې تردې د ګوښه شوي جمهور رییس محمد اشرف غني د واکمنۍ پرمهال هم پر جوماتونو بریدونه کېدل چې د وخت حکومت یې د یو شمېرو پړه پر طالبانو هم اچولې وه.

‎خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد اوس دا خبره ردوي وايي، دوی پر جوماتونو بریدونه نه وه کړي.

XS
SM
MD
LG