د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

سور صلیب: لا هم ماینونه او ناچاوده مهمات افغانانو ته مرګژوبله اړوي


ارشیف: په کابل کې معلول کسان چې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له لوري یې مرسته ترلاسه کړې.
ارشیف: په کابل کې معلول کسان چې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له لوري یې مرسته ترلاسه کړې.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې لا هم له تېرو جګړو د پاتې ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو چاودنې ماشومانو ته زیاته مرګژوبله اړوي.

دغه اداره وايي، په ټوله کې د ۲۰۲۲م کال له جنورۍ د ۲۰۲۳م کال تر جون میاشتې پورې یو زر او ۹۲ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د دې شمېر نږدې ۶۰ فیصده یې ماشومان دي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاند، پروېز احمد فیضي له ازاد راډیو سره په تېر یونیم کال کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې شمېرې شریکې کړې.

ښاغلي فیضي وویل:"زموږ شمېرې ښيي چې په تېر یونیم کال کې د تېرې جګړې د ماینونو او نورو ناچاوده وسلو اصلي قربانیان ملکي وګړي او په ځانګړي ډول ماشومان دي. په دې موده کې په ۵۴۱ پېښو کې ۶۴۰ ماشومانو ته د ماینونو او نورو ناچاوده مهماتو د چاودنو له کبله مرګ ژوبله اوښتې ده."

ویل شوي د مرګژوبلې په دې شمېر کې هغه ماشومان هم شامل دي، چې په کروندو، لارو یا هم کوڅو کې د کباړ په نوم زړې وسپنې ټولوي، یا هم ځینې وخت د لوبو په وخت کې د تېرو جګړو ناچاوده سرګلولې او نور مهمات تر موندلو وروسته د لوبو لپاره کاروي.

تر دې وړاندې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی یا یونسف ویلي وو، د روان میلادي کال د جنورۍ او مارچ ترمنځ میاشتو کې د بېلابېلو مهماتو د چاودنو له امله ۱۳۴ ماشومان معلول او یا هم وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ازادي راډیو ته ویلي، په افغانستان کې د ماين پاکۍ اړوندو بنسټونو فعاليت بسنه نه‌کوي او په دې برخه کې بايد لا زياتې همکارۍ وشي.

د 'ایم ډي سي' ماین پاکۍ موسسې رییس شهاب حکیمي ازادي راډیو ته ویلي، اوسمهال هره میاشت له ١٢٠ تر ١٢۵ پورې کسان د ماینونو د چاودېدو له امله وژل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG