د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

افغانستان کې د خښ شویو او ناچاوده مهماتو د مرګ‌ژوبلې په اړه د امریکا اندېښنه


ارشیف، کابل ته نږدې د ماین پاکۍ د یو شمېر کارکوونکو له لوري د وسایطو ضد ماینونو کشف او خنثی
ارشیف، کابل ته نږدې د ماین پاکۍ د یو شمېر کارکوونکو له لوري د وسایطو ضد ماینونو کشف او خنثی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلنی راپور په افغانستان کې په لاس د خښ شویو او ناچاوده مهماتو د وضعیت او له دې امله ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښنه ښيي.

دا راپور چې د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام د شمېرو پر بنسټ خپور شوی ښيي چې په دې هېواد کې یوازې په ۲۰۲۱ کال کې د ځمکې پر مخ دې لوی خطر لږ تر لږه ۱،۲۰۰ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

راپور کې دا نه‌دي ویل شوي چې له دې شمېر څومره کسان وژل شوي او څومره ټپیان دي، خو وايي په قربانیانو کې ۴۵سلنه ماشومان دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې زیاته شوې، ملکي خلکو ته د اوښتو تلفاتو لوی شمېر یعنې ۹۸ سلنه په ځمکه کې په لاس د خښ شویو ماینونو له امله دی، خو په ځمکه کې د پاتې ناچاوده مهماتو له امله ملکي خلکو ته د اوښتو تلفاتو کچه یوازې ۲ سلنه ده.

په ځمکه کې د ځای پر ځای شویو ماینونو او نورو چاودېدونکو موادو یوه پړه پر طالبانو اچول کېږي چې اوس‌مهال د افغانستان واکمنان دي.

ذبیح‌الله مجاهد
ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د ماینونو خطر جدي بولي او په دې برخه کې له نړیوالو د مرستې غوښتنه کوي، خو د دوی له‌خوا د ځای پر ځای شویو ماینونو په ځواب کې وايي: "د اسلامي امارت د مجاهدینو له‌خوا په زیاتو ځایونو کې مضر ماینونه نه‌دي ایښودل شوي، ځکه زموږ ډېر ماینونه چې کارول کېده ریموټ کنټرول و. که نتیجه به‌یې ورکړه ښه و، که نه موږ به هغه بېرته ټولول."

خو وړاندې داسې راپورونه او ادعاوې هم شوي چې د طالبانو له‌خوا ځای پر ځای شویو ماینونو کې ملکي خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام دا شمېرې داسې مهال خپروي چې پرون د سره صلیب نړیوالې کمېټې په دې هېواد کې له جګړو د پاتې ناچاوده مهماتو د چاودنو له امله د مرګ‌ژوبلې زیاتېدو په اړه اندېښنه وښوده.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر ایلوا فیلیون د اپرېل په ۴مه د ماین په اړه د پوهاوي او د ماین د قربانیانو سره د مرستې د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپل ټویټرپاڼه ولیکل: "د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ له پيل تر دا مهاله په افغانستان کې د ناچاوده مهماتو د چاودنې له امله ۲۰۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده."

په افغانستان کې د ماین خطر داسې مهال اندېښنې راپورته کوي چې په دې هېواد کې له څو لسیزو راهیسې د ماین پاکۍ پروګرام روان دی او په دې برخه کې یې د پام وړ کاري ظرفیت هم پیدا کړی، خو اوس د مالي ستونزو له‌ امله د دې پروګرام راتلونکی نا څرګند برخلیک سره مخ دی.

د ماین پاکۍ یو کارکوونکی
د ماین پاکۍ یو کارکوونکی

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي-پوځي چارو دفتر د وسلو د له‌منځه وړو او کمولو دفتر د ځمکې د خوندیتوب ۲۱مه ګڼې راپور د متحده ایالاتو د متعارفو وسلو د ویجاړولو لاسته راوړنې هم ښيي.

د دې راپور پر بنسټ، متحده ایالات په نړۍ کې د متعارفو وسلو د ویجاړولو یوازنی لوی مالي ملاتړ کوونکی دی چې د ۱۰۰ زیاتو هېوادونو او سیمو کې یې د ځمکنیو ماینونو او چاودېدونکو مهماتو د پاکولو او د کوچنیو او سپکو وسلو او مهماتو تصفیه کولو لپاره د ۴،۲ میلیاردو څخه ډېره پانګونه کړې ده.

امریکا په ۲۰۲۱ کال کې په ۶۲ هېوادونو کې د متعارفو وسلو د ویجاړولو لپاره د ۲۶۵ ملیون ډالرو څخه زیات لګښت کړی دی.

XS
SM
MD
LG