د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

پوتين: د اوکراین له‌خوا د خوشه‌يي مهماتو په کارولو به روسیه هم ځوابي اقدام وکړي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین خبرداری ورکړی، که اوکراین د روسي ځواکونو په وړاندې لانجمن خوشه‌يي مهمات وکاروي، روسیه به هم ځوابي اقدام وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په هغه مرکه کې چې د دغه هېواد دولتي تلوېزیون نن یکشنبه خپره کړې، اوکراین ته د امریکا د متحدو ایالتونو له‌خوا د خوشه‌يي مهماتو پر ورکړه انتقاد وکړ.

پوتین ویلي، که په اوکراین کې دغسې وسلې د روسي ځواکونو پر خلاف وکارول شي، نو "موږ هم حق لرو، چې د ځانونو د خوندیتوب لپاره ځوابي اقدام وکړو."

پوتین دا نه مني، چې روسي ځواکونو دې په اوکراین کې خوشه‌يي مهمات کارولي وي، خو کییف او د لوېدیځ نورو استخباراتي بنسټونو دا موندلې چې روسي ځواکونو د ۲۰۲۲م کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین تر یرغل لنډ وخت وروسته خوشه‌يي مهمات کارولي دي.

په نړۍ کې څه باندې سلو هېوادونو د خوشه‌يي بمونو او مهماتو کارول منع اعلان کړي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ورځې مخکې خپل اوکرایني سیال ته د مرستو ډاډ ورکړ
د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ورځې مخکې خپل اوکرایني سیال ته د مرستو ډاډ ورکړ

د امریکا متحدو ایالتونو د جولای میاشتې پر اوومه اعلان وکړ، چې اوکراین ته به خوشه‌يي مهمات ولېږي.

وروسته د اوکراین د پوځ یوه قوماندان د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ تایید کړه چې هېواد یې د خوشه‌يي مهماتو لومړۍ بسته ترلاسه کړې ده.

د اوکراین د ګډو ځواکونو د عملیاتو قوماندان جنرال اولکساندر تارناوسکي له 'سي این این' تلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د اوکراین پوځ لا هم دغه مهمات نه‌دي کارولي او په ملکي ساحو کې به یې ونه کاروي.

بلخوا د اوکراین د غله جاتو د صادرولو په باب د شوې موافقې له مخې وروستۍ کښتۍ نن له اوکراین روانه شوه.

روسیې د جون میاشتې له ۲۷مې نېټې د دې موافقې له مخې چې مهلت یې سبا دوشنبه ختمېږي، د نویو انتقالاتو له راجسټر کولو ډډه کړې ده.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند تېره جمعه د جولای پر ۱۴مه ویلي وو، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د دې موافقې د تمدید په اړه د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ځواب ته په تمه دی.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پرون شنبه ویلي، چې د ملګرو ملتونو داسې کوم پېشنهاد یې نه‌دی لیدلی. روسیې په وار- وار خبرداری ورکړی، چې دغه موافقه به فسخه کړي.

راپورونه وايي د دې وړاندیز د منلو په بدل کې روسیه غواړي چې د روسیل-خوز-بانک په نوم روسی بانک د پیسو د راکړې ورکړې له نړیوال سیسټم یا سویفټ سره وتړل شي.

د اوکراین د غله جاتو د صادراتو د بیا پیل موافقه د مې میاشتې پر ۱۷مه د دوو میاشتو لپاره تمدید کړای شوې وه.

XS
SM
MD
LG