د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

ناټو پر اوکراين د روسيې د بريد ځواب ته پر نويو پلانونو موافقه ونه‌کړه


د ناټو دفاع وزیران او د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو دفاع وزیران او د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو دفاع وزیران ونه توانېدل چې پر اوکراین د روسیې د برید په ځواب کې د ناټو د نویو پلانونو په تړاو بشپړې موافقې ته ورسېږي، خو دې وزیرانو په بروکسل کې د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې له اوکراین سره یو لړ ژمنې وکړې.

د امریکا د متحده‌ایالتونو دفاع وزیر یو ځل بیا له اوکراین سره د واشنګتن پر ملاتړ ټینګار وکړ.

لوېډ اسټن په بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې پرون د خبرو پرمهال د ناټو غړي هېوادونه وهڅول چې له اوکراین سره د وسلو او مهماتو مرستې زیاتې کړي.

د امریکا د متحده‌ایالتونو دفاع وزیر لوېډ اسټن
د امریکا د متحده‌ایالتونو دفاع وزیر لوېډ اسټن

نوموړي وويل: "په هغه څه چې ما تمرکز کړی او دا تمرکز به کوم هغه دا دی چې ډاډه شم چې موږ اوکراین ته په امنیتي برخه کې هغه مرستې چمتو کوو چې په دې جګړه کې د بریالیتوب لپاره ورته په کار دي. دا ډېره مهمه ده چې موږ او زموږ شریکان دې جګړې ته جدي توجه وکړو."

ټاکل شوې ده چې په جولای کې په ویلینوس کې د ناټو د مشرانو غونډه جوړه شي.

د بروکسل په غونډه کې د ناټو سرمنشي وویل، په دې غونډه کې به د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي هم برخه واخلي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

ینس سټولټنبرګ زیاته کړه: "موږ ټول موافق یوو چې اوکراین په تېرې یوې لسیزې کې ناټو ته نږدې شوی دی. موافق یوو چې د ناټو دروازې پرانیستې دي چې اوکراین د دې تړون غړی شي او دا هغه پرېکړه ده چې غړي هېوادونه او اوکراین به یې کوي. روسیه د دې د ویټو حق نه‌لري."

بل لور ته د ناټو دفاع وزیران ونه توانېدل چې د سوېډن د غړیتوب ستونزه حل کړي.

د فرانسې دفاع وزیرې کاترین کولونا وویل، ترکیه او هنګري باید د سوېډن د ناټو غړیتوب تصویب کړي.

د فرانسې دفاع وزیرې زیاته کړه چې د دې مسئلې نور بې مفهومه ځنډول په کار نه‌دي او دا مسئله د یو دېرش غړیو هېوادونو امنیت تهدیدوي.

اغلې کولونا چې د سوېډن له دفاع وزیر توبیس بیلستروم سره یې یوځای خبرې غونډې ته خبرې کولې دا هم وویل چې د سویډن د ناټو غړیتوب د ترکیې په ګډون د ټولو په ګټه دی.

بیلستروم وویل چې سټاکهولم له انقرې سره د موافقې شرایط پوره کړې دي نو اوس پرېکړه د ترکیې په لاس کې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG