د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

د هلمند د اوبو لانجه؛ محرابیان: ایران له خپلې حقابې یو ګام هم نه په شا کېږي


د هلمند سیند یوه څنډه
د هلمند سیند یوه څنډه

د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان وايي، هېواد به یې په هلمند سیند کې د خپل اوبه خور له حق څخه یو ګام هم په شا نه‌شي.

د ایران مهر نیمه دولتي خبري آژانس خبر ورکوي چې محرابیان پرون په تهران کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ابراهیم رییسي په مشرۍ د ایران حکومت به دا هم یقیني کړي چې تر وسې وسې هڅه کوي څو په جنوبي ایالت سیستان او بلوچستان کې د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي.

د ایران د انرژۍ وزیر په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې که څه هم ایران د طالبانو له حکومت سره د هلمند سیند د اوبو د خوشې کولو په اړه څو ځلې سلامشورې وکړې، خو ایران لا هم خپله برخه اوبه خور نه دی ترلاسه کړی.

د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان
د ایران د انرژۍ وزیر علي اکبر محرابیان

محرابیان وویل چې د ایران حکومت به سیستان او بلوچستان ته د اوبو د رسولو په برخه کې لازم اقدامات وکړي.

د هلمند په سیند کې د ایران اوبه خور په تېرو نږدې دوو کلونو کې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي د کابل او تهران ترمنځ د ډیپلوماسۍ لپاره په یوه حساسه مسئله بدله شوې ده.

د روانې چنګاښ میاشتې په شپږمه ایران وویل، د طالبانو حکومت ورسره منلې چې په کجکي بند کې د اوبو د اوسنۍ کچې د معلومولو لپاره خپلې څېړنې وکړي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وویل، د دې کار لپاره به یوه کمېټه د دواړو هېوادو له هغو کمیسارانو جوړه شي چې د اوبو په موافقه کې یې یادونه شوې.

د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي په ګډون ایراني چارواکو په تېرو نږدې دوو کلونو کې څو ځلې دې ته ورته څرګندونې کړي، خو د طالبانو حکومت په ځواب کې ویلي چې د هلمند د سیند د اوبو قرارداد ته ژمن دی او د همدې قرارداد په اساس به د ایران اوبه خور ورکړي.

د محرابیان د څرګندونو په اړه مو د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت دریځ وپوښت مګر د دې راپور تر چمتو کولو پورې مو ځواب ترلاسه نه کړ، خو د طالبانو حکومت د اوبو لپاره د ایران د پرله‌پسې غوښتنو په ځواب کې تل دا خبره کړې ده چې دوی په ۱۳۵۱ کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ د شاهي نظام د صدراعظم موسی شفیق په نوښت د اوبو موافقې ته ژمن دي، خو دوی ټینګار کوي چې په سیمه کې د وچکالۍ له کبله هلمند سیند کافي اوبه نه لري.

له دې مخکې جمهوري نظام هم همدا خبره کوله.

د دواړو هېوادو ترمنځ د اوبو پر سر لانجې د روان کال په غويي میاشت کې هغه مهال زور واخیست چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په تنده ژبه د هلمند سیند په اوبو کې د ایران د حق غوښتنه وکړه.

“افغان واکمنانو” ته د ایران د ولسمشر “خبرداری”
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:58 0:00

د رییسي هغه وینا د طالبانو د چارواکو له غبرګونونه سره مخ شوه او وروسته بیا په غبرګولي میاشت کې د طالبانو او د ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نیمروز ولایت په سرحدي سیمه کې نښتې وشوې، چې په پایله کې یې درې ایراني سرتېري مړه او یو شمېر نور ټپیان شول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG