د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

ایران په عام محضر کې دوه افغان وګړي اعدام کړل


ارشیف
ارشیف

ایران هغه دوه افغان وګړي په عام محضر کې اعدام کړل، چې په یوه پخوانۍ حمله کې په دخالت تورن شوي وو.

ایران نن شنبه هغه دوه افغان وګړي اعدام کړل، چې په اکټوبر میاشت کې د شاهچراغ په نوم د شیعه ګانو پر یوه زیارت په حمله کې دخیل بلل شوي وو.

فارس او ایسنا خبري اژانسونو ویلي محمد رامز رشیدي او نعیم هاشم قتالي نن شنبه سهار د فارس ولایت په مرکز شېراز کې په عام محضر کې اعدام شوي دي.

په شېراز کې پر شاهچراغ زیارت په هغه حمله کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او تر شلو زیات نور ټپیان شوي وو او مسوولیت یې هم داعش ډلې منلی و.

خو ایراني چارواکو د هغې حملې په پیل کې ویلي وو، چې دا حمله یوه سړي کړې او هغه هم د امنیتي ځواکونو په ډزو وژل شوی دی.

له دې سره هممهاله د ایران ایرنا خبري اژانس وايي نن د سیستان و بلوچستان ولایت په مرکز زاهدان کې د پولیسو پر یوه ماموریت ډله ییزه حمله شوې چې دوه پولیس او څلور حمله کوونکي په کې وژل شوي دي.

مرحمتي وايي، حمله کوونکو له لاسي بمونو په استفاده د پولیسو د ماموریت دروازې پرانیستلې او وروسته وسله والو نښته پیل شوه.
مرحمتي وايي، حمله کوونکو له لاسي بمونو په استفاده د پولیسو د ماموریت دروازې پرانیستلې او وروسته وسله والو نښته پیل شوه.

د راپور له مخې، ګڼو سړیو د پاکستان د سرحد په ۳۰ کیلومترۍ کې په زاهدان کې د پولیسو پر ماموریت په ډله ییز برید کې لاس درلود. دولتي تلوېزیون د سختې وسله والې جګړې راپور ورکړی دی.

په هغو ویډیويي تصاویرو کې چې پر ټولنیزو شبکو خپاره شوي، د یوه سړک په اوږدو کې د ګڼو ډزو صحنې ښکاري.

د پېښې له ځایه د ډزو غږونه اورېدل کېږي او لوګي پورته کېږي.

د دې نادرې حملې انګېزه لا معلومه نه ده او دولتي رسنۍ دا پېښه یوه تروریستي حمله بللې ده. دا هم معلومه نه ده چې حمله کوونکي څوک وو.

تسنیم خبري اژانس په لومړیو کې لږ تر لږه د دوو چاودنو خبر ورکړی و.

د اژانس په خبر کې ویل شوي، حمله کوونکي په ځانمرګو واسکټونو سمبال وو.

د سیستان و بلوچستان د والي مرستیال علیرضا مرحمتي ویلي، حمله کوونکو چې لاسي بمونه هم ورسره وو، هڅه کوله د پولیسو پر ماموریت ولکه ټینګه کړي.

مرحمتي وايي، حمله کوونکو له لاسي بمونو په استفاده د پولیسو د ماموریت دروازې پرانیستلې او وروسته وسله والو نښته پیل شوه.

دا په سیستان و بلوچستان ولایت کې د تاوتریخوالي تازه پېښه ګڼل کېږي، چې د مخدره موادو قاچاقوونکي، د بلوڅ اقلیت یاغیان او نورې افراطي ډلې په کې ښکېلې ګڼل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG