د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

ایران کې د اعدامونو دوام؛ د یو بل معترض د اعدام هم حکم تایید شو


ارشیف
ارشیف

د ایران قضایه قوې په یوه بندي معترض باندې د اعدام حکم تایید او د بل د استېناف غوښتنه یې منلې.

د ایران سترې محکمې ویلي چې د محمدقبادلو د استیناف غوښتنه رد، خو د سامان صیدي دوسیه بېرته محکمې ته راجع شوه.

دوی دواړه چې د مظاهرو پر مهال نیول شوي د اعدام حکمونه پرې شوي.

سامان صیدي چې اعتراضي سندرې او شعرونه یې ویل د ایران د امنیتي ځواکونو د وژلو د هڅې په تور بندي او په اعدام محکوم شوی و.

د ایران قضایه قوې ویلي چې د صیدي دوسیه د تحقیقاتو ستونزو په خاطر بېرته محکمې ته استول شوې.

تر څنګ یې د محمد قبادلو په اړه د قضایه قوې په اعلامیه کې راغلي چې د اعدام د حکم په اړه د بیا کتنې او استېناف غوښتنې یې رد شوې.

محمد قبادلو تورن دی پولیس یې په موټر وهلي یو تن یې وژلی او پنځه نور یې ژوبل کړي.

ایران کې د لاریونونو یو انځور
ایران کې د لاریونونو یو انځور

د ایران د قضایه قوې تر پرونۍ اعلامیې وروسته د محمد قبادلو د ژوند په اړه جدي اندېښنې ښودل شوي.

ایراني چارواکو تر دې دمه د بندي معترضینو له ډلې محسن شکاري او مجید رهنورد اعدام کړي او څه باندې شل تنه نور بندیان هم په اعدام محکوم شوي.

په ایران کې د مظاهرو سل ورځې پرون پوره شوې.

مظاهرې چې د پولیسو په قید کې د یوې ځوانې نجلۍ مهسا امیني تر وژل کېدو وروسته پیل شوې وې ټول ایران ته پراخې شوې.

په محسن شکاري څو ورځې مخکې د ایران له لوري په اعدام محکوم شو.
په محسن شکاري څو ورځې مخکې د ایران له لوري په اعدام محکوم شو.

په دې سلو ورځو کې د بشري حقونو مدافع سازمانونو له هغې ډلې د ایران د بشري حقونو د فعالانو ارګان راپور ورکړی چې نږدې پنځه سوه معترضین وژل شوي، اتلس نیم زره معترضان نیول شوي او څه باندې پنځه زره تنه یې ټپیان دي.

له اکثرو سره بندیانو سره د تاوتریخجن چلند په اړه هم راپورونه خپاره شوي.

له دې ډلې د بشري حقونو فعالې نرګس محمدي چې په ایوین محبس کې بندي ده پرون اندېښنه ښودلې چې پر ښځینه بندیانو تېری کېږي او ځورول کېږي.

نرګس محمدي ویلي چې په دې هم تعرض شوی.

د ایران چارواکو بیا په ښځینه بندیانو د تېري تورونه رد کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG