د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

یوه جلاوطنه شورا: د افغانستان لانجې ته د خبرو له لارې حل لټوو


ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
ارشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

د افغانانو یوه جلاوطنه شورا وايي، د افغانستان د اوسنیو سیاسي، اقتصادي او بشري کړکېچ د کمېدو لپاره مذاکره غوره بدیل ګڼي.

په اسټرالیا کې د بهرمېشتو افغانانو نړیواله شورا وايي، په افغانستان کې د روان سیاسي، اقتصادي او بشري کړکېچ حل مذاکرات ګڼي.

دغه شورا چې وايي، د اسټرالیا تر څنګ د امریکا په متحدو ایالتونو، اروپا او د نړۍ په نورو برخو کې تر ۷۰ زیاتې اتحادیې په کې شاملې دي، په افغانستان کې اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي.

د بهرمېشتو افغانانو نړیوالې شورا مشر دُر محمد اشنا له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی غواړي په راتلونکي کې د یوه لا پراخ ایتلاف په تشکیل سره د طالبانو او نړیوالو له استازو سره مخامخ خبرو ته کېني.

هغه وویل: "موږ به له دې لارې یوه ډله جوړه کړو چې له طالبانو سره خبرو ته کېني او بله ډله له نړیوالو سره. په دې کار کې دوه هدفه لرو، یو دا چې غواړو د ټولو ګوندو، ایتلافونو او سازمانونو او هغو شخصیتونو چې په افغانستان کې په دغو مسایلو کې ښکېل دي، په دې ایتلاف کې استازي ولري او د یوه غږ لپاره کار وکړي. بل هدف مو دا دی چې افغانان په افغانستان کې دننه او له هېواده بهر نړیوالو او طالبانو ته خپل غږ ورسوي."

د بهرمېشتو افغانانو نړیواله شورا په افغانستان کې د روان بشري، اقتصادي او سیاسي بحران یو علت په دغه هېواد کې د اساسي قانون، نه موجودیت ګڼي.

د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته دغې ډلې خپلواکو سیاسي، مدني او نورو ټولنو ته د فعالیت اجازه نه ده ورکړې.

د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند انځور. طالبانو په بیا واکمنېدو سره د اعتراضیه غونډو مخالفت کړی دی. December 28, 2021
د معترضو ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند انځور. طالبانو په بیا واکمنېدو سره د اعتراضیه غونډو مخالفت کړی دی. December 28, 2021

د بهرمېشتو افغانانو نړیواله شورا مشر دُر محمد اشنا وايي، په افغانستان کې د روان بشري او اقتصادي بحران له کبله په میلیونونو افغانان اغېزمن شوي دي.

هغه وویل: "په واقعیت کې ډېر مامورین بېکاره دي، معاشونه نه ورکول کېږي، متقاعدینو ته معاش نه شته، ښځې چې له کاره پاتې شوي، پر کور کېنول شوي، معاش نه ورکول کېږي، موږ د دوی غږ راپورته کړی او غواړو خپله دا شورا په داسې سازمان بدله کړو، چې له ملګرو ملتونو نړیوالې پروژې واخلو چې دغو مامورینو او بې‌وزلو کسانو ته بېلابېلو برخو کې په اقتصادي لحاظ مرسته وکړو."

د بهرمېشتو افغانانو نړیواله شورا څه باندې ۲ کاله مخکې جوړه شوې چې وايي، غواړي په افغانستان کې د پخلاینې او تفاهم لپاره هم فضا ایجاد کړي، دغه راز د اقتصادي تحرک لپاره کار وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په وینا دا مهال ۲۸ میلیونه او ۸ لکه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG