د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

له بنګله‌دېش سره د شل اووریزه لوبو لپاره د افغان لوبډلې انتخابېدو غبرګونونه پارولي


د بنګله‌دېش پر وړاندې د شل اووریزه لوبو لپاره د افغان کرکټ بورډ د اعلان شوې لوبډلې نوملړ
د بنګله‌دېش پر وړاندې د شل اووریزه لوبو لپاره د افغان کرکټ بورډ د اعلان شوې لوبډلې نوملړ

یو شمېر افغان کرکټ پوهان او د افغانستان د کرکټ بورډ مخکېني چارواکي له بنګله‌دېش سره د لوبو لپاره د افغانستان د اعلان شوې لوبډلې په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د بنګله‌دېش پر وړاندې د شل اووریزه لوبو لپاره د افغان کرکټ بورډ د اعلان شوې لوبډلې پر وړاندې بېلابېل غبرګونونه راپارېدلي دي.

ځینې یې ټولیز شکل ستايي او په یوې ځانګړې برخه تبصره لري، خو ځینې یې بیا متوازنه نه بولي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مخکېنی لوبغاړی او چارواکی هستي‌ګل عابد وايي، د لوبډلې په ټاکلو کې د وړتیا پر ځای تر ډېره ملګرتیا او اړیکې په نظر کې نیول شوي دي.

هغه وویل: "اکثریت په کې داسې لوبغاړي دي چې له کوم کارګرده‌ګۍ او په کورني کرکټ کې له وړتیا ښودو پرته لوبډلې ته راغلي دي. زما له نظره دواړه لوبډلې د ملګرتیا او په ځانګړي ډول د فېسبوک له لارې جوړې شوي دي، خو ځینې داسې لوبغاړي په کې شته چې ګیم چینجر دي او کولای شي د ټیم په ګټه لوبې وکړي."

قسیم هلال چې د کرکټ مبصر دی لوبډلې ته د ځینو نویو لوبغاړو په راتګ خوښي ښيي او وايي، په باولنګ یا توپ‌اچوونه کې ښه لوبغاړي انتخاب شوي، خو د بېټېنګ یا توپوهنې په برخه کې ستونزې شته.

هلال وویل: "پنځه اوپنر یا پیلیزو لوبغاړو لوبول به په دې کمو لوبو کې لوبول ممکن نه‌وي. ځينې د پیل لوبغاړي په دې هدف انتخاب شوي چې مینه‌وال او همدا لوبغاړي خوشحال شي. زما په اند میډل ارډر یا د منځ برخه توپوهنه کمزورې ده. بنګله‌دېش سره مخکې سیالۍ کې ولیدل چې د منځ برخې لوبغاړی ښه و نه ځلېدل."

په ټولنیزو رسنیو کې هم د افغان کرکټ بورډ په اعلان شوې لوبډله تر ډېره همدا تبصرې شوي دي.

خو د کرکټ بورډ د سلېشکن یا غواروي کمېټې مشر اسدالله خان پرون وویل، لوبو، لوبغالي او د لوبغاړو وړتیا ته په کتو یې لوبډله اعلان کړې ده.

افغان کرکټ بورډ پرون د راشدخان په لوبډلمشرۍ ۱۶ لوبغاړي د بنګله‌دېش پر وړاندې د شل اووریزه سیالیو لپاره اعلان کړل.

په لوبډله کې شهزاد محمدي ته یو ځل بیا چانس ورکړل شوی او کرکټ بورډ وايي، هغه یې ځکه ټاکلی چې په کورني کرکټ کې ښه ځلېدلی دی.

شهزاد محمدي
شهزاد محمدي

شهزاد چې د افغان کرکټ لوبدلې اوپنر او بریدګر توپ وهونکی و، خورا اوږده موده له ملي لوبډلې کېنول شوی و.

په دې لوبغاړو کې رحمن الله ګربز، شهزادمحمدي، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، محمدنبي، نجیب الله ځدراڼ، صدیق اتل، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، فضل حق فاروقي، نوین‌الحق، وفادار مومند، فریدملک، نوراحمد او مجیب الرحمن شامل دي.

افغان لوبډله به د روانې میاشتې په ۵مه نېټه له بنګله‌دېش سره لومړی د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي او وروسته به د همدې میاشتې په نیمايي کې دوه شل اووریزې سیالۍ هم وکړي.

XS
SM
MD
LG