د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

د بنګله‌ېش پر وړاندې د افغان لوبډلې ماته؛ ايا ستونزه د لوبغاړو غوراوي کې وه؟


د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ترمنځ د تېرو سیالیو یو انځور
د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ترمنځ د تېرو سیالیو یو انځور

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون شنبې، د ۵۴۶ منډو په توپیر د بنګله‌دېش د سیالې لوبډلې پر وړاندې په ټېسټ لوبه کې ماتې وخوړه.

که څه هم د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د ملي لوبډلې سخته ماته به له بنګله‌دېش سره په راروانو لوبو کې د افغان لوبډلې روحیه کمزوري نه‌کړي، خو دې ماتې د افغان لوبډلې د غوراوي د څرنګوالي په اړه ډېرې پوښتنې راولاړې کړې دي.

وروسته له دې چې د ملي لوبډلې ګڼ شمېر مینه‌والو پر ټولنیزو شبکو د بنګله‌دېش پر وړاندې د لوبډلې پر ترکیب انتقادونه وکړل د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات تېر ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې د لوبډلې د غوراوي د څرنګوالي دفاع وکړه او ویې ویل، ملي لوبډله په راروانو سیالیو کې لوبېدو ته چمتو ده.

نوموړي وويل: "دا نننۍ لوبه به پر راتلونکو شل اووریزو او یوورځنیو لوبو کوم اغېز ونه‌لري ځکه زموږ د شارټ فارمټ لوبډله اوس په کابل کې په تمرینونو بوخته ده. دوی ښه تیاری لري او هیله ده لکه څنګه چې پخوا مو ښې شل اووریزې او یو ورځنۍ لوبې ګټلې دي، تمه کېږي چې راروانې مسابقې به هم وګټو."

افغان کرکټ لوبډله
افغان کرکټ لوبډله

د کرکټ بورډ ویاند ډاډ څرګند کړ چې ملي لوبډلې به په راروانو لوبو کې بیاهم د پخوا په څېر وځلېږي، خو د کرکټ بورډ پخوانی اجراییه رییس او منیجر شفیق ستانکزی بیا بل نظر لري.

نوموړی وايي: "دوی نړۍ ته داسې پیغام ورکوي چې ټېسټ سیالۍ دوی ته هېڅ اهمیت نه‌لري، د لوبډلې سلېکشن یا غوراوی او تیاری بلکل صفر کې ضرب و. باید ټول، که د غوراوي کمېټه ده، که ادارې رهبریت او د لوبډلې مدیره هیئت یا روزونکي دي، ټول باید وپوښتل شي."

د بنګله‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ ټېسټ لوبه چې د جون په ۱۴مه نېټه پیل شوې وه، پرون په درې واړو لوبو کې د بنګله‌دېش په قاطع بریا سره پای ته ورسېده.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې او بنګله‌دېش ترمنځ د راروانې جولای میاشتې په ۵مه، ۸مه او ۱۱مه درې یو ورځنۍ لوبې پلان شوي او په دې پسې به دواړه لوبډلې د جولای په ۱۴ او ۱۶ مه دوه شل اوریزې لوبې هم وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG