د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۰

لوکاشینکو : د واګنر اجیرو جنګیالیو مشر په بېلاروس کې دی


د عکس ښي لور ته د د بېلاروس مشر الکساندر لوکاشینکو او چپ لور ته د واګنر اجیرو جنګیالیو مشر یوګیني پرګوژین
د عکس ښي لور ته د د بېلاروس مشر الکساندر لوکاشینکو او چپ لور ته د واګنر اجیرو جنګیالیو مشر یوګیني پرګوژین

د بېلاروس مشر وايي، چې د واګنر اجیرو جنګیالیو مشر په بېلاروس کې دی.

یوه خصوصي سوداګریزه الوتکه چې پخوا د واګنر ډلې مشر یوګیني پرګوژین کاروله د سه شنبې په ورځ د بېلاروس پلازمېنې مینسک څخه بهر په پوځي هوایي ډګر کې ښکته شوه.

د بېلاروس مشر الکساندر لوکاشینکو د پوځ له یو شمېر جګپوړو افسرانو سره د خبرو پر مهال وویل، چې یوګیني پریګوژین په بېلاروس کې دی او ورسره ژمنه شوې، چې که وغواړي په دغه هېواد کې پاتې کېدای شي.

لوکاشینکو وویل، چې پرګوژین به خپل مصارف په خپله پرې کوي.

یوګیني پریګوژین په دې وروستیو کې د روسیې سویل لوېدیځ ښار روستوف د لنډمهاله وسله‌وال پاڅون وروسته ونیوه او بیا یې د مسکو په خوا خپل ځواکونه مرش کړل.

د روسیې په سویل کې د واګنر جنګیالیو یو انځور. June 24, 2023
د روسیې په سویل کې د واګنر جنګیالیو یو انځور. June 24, 2023

پرګوژین ناڅاپي خپل جنګیالي له مسکوه راوګرځول.

په روسیه کې دا کړکېچ وروسته له هغه ختم شو چې، د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د راپورونو له مخې منځګړیتوب وکړ او یوګیني پریګوژین چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین "سر اشپز" په نوم پېژندل کېږي بېلاروس ته د سفر اجازه ترلاسه کړه.

لوکاشینکو هم پرون په یوه وینا کې وویل، چې د بېلاروس پوځ ته یې د واګنر ډلې د جنګیالیو د پاڅون په تړاو بشپړ خبرداری ورکړی دی.

الکساندر لوکاشینکو زیاته کړه، چې هغه د بیلاروس د دفاع له وزیر ویکتور خارنین سره موافق دی، چې د دې هېواد په امنیتي ځواکونو کې د واګنر ډلې د اجیرو جنګیالیو د ادغام لپاره یې خپله علاقه څرګنده کړه.

لوکاشینکو هیله څرګنده کړه، چې د واګنر ډلې قوماندانان به د بېلاروس د امنیتي ځواکونو په روزنه کې مرسته وکړي.

د بېلاروس مستبد مشر الکساندر لوکاشینکو
د بېلاروس مستبد مشر الکساندر لوکاشینکو

د بېلاروس مستبد مشر الکساندر لوکاشینکو، چې له ۱۹۹۴ کال راهیسې پر دغه هېواد واکمن دی، ادعا وکړه چې پاڅون د لوېدیځ له‌خوا د ګواښ یوه برخه وه او د بېلاروس سرحدي ځواکونه، د هغه په وینا، نږدې هره ورځ د ناټو د پاروونکو خوځښتونو راپور ورکول کېږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د دوشنبې په ورځ په خپله وینا کې وویل، چې د واګنر ډلې جنګیالي کولای شي بېلاروس ته ولاړ شي که نه غواړي د روسیې له پوځ سره یوځای شي.

د روسیې د فدرالي امنیت د خدماتو ادارې اعلان وکړ دوی د یوګیني پریګوژین او د هغه د جنګیالیو پر وړاندې د جنایت قضيه وروسته تر هغه لغوه کړې چې د واګنر ډلې یاغیانو خپل بغاوت پای ته ورساوه.

د یوګیني پریګوژین په مشرۍ د واګنر جنګیالیو لنډمهاله پاڅون په روسیه کې د پوتین د دوو لسیزو د واکمنۍ په وړاندې د خطر زنګ وبلل شو.

XS
SM
MD
LG