د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

جانباز: د پوتین څرګندونې د لوی سیاسي کړکېچ ښکارندويي کوي


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په هغه وینا کې چې نن شنبه په ژوندۍ بڼه له تلوېزیون خپرېده د واګنر شرکت وروستي اقدامات له 'وسله وال بغاوت' سره تشبیه کړل او ویې ویل، د وضعیت د ثبات لپاره به مشخص اقدامات وشي.

ولسمشر پوتین وویل، د واګنر شرکت مشر یوفګیني پریګوژین چې مخکې یې د روسیې د پوځي مشرتابه د لیرې کولو لپاره د سوله ییز لاریون اعلان کړی و، د شخصي ځانغوښتنې له مخې له روسیې سره خیانت کړی دی.

هغه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې د روسیې د اجیرو سرتېرو یوه شرکت د روسیې په جنوب کې د پوځي تاسیساتو د نیولو خبره وکړه.

د دې شرکت مشر وايي، بیا هم پر خپله پخوانۍ غوښتنه ولاړ دی او هغه د روسیې د پوځي مشرتابه لیرې کېدل دي.

زموږ همکار پر دې موضوع له غوث جانباز سره مرکه کړې، چې په روسیه کې یې د افغان ډیپلومات په توګه کار کړی دی.

په پیل کې یې پوښتلی، چې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین څرګندونې څومره جدي دي؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:55 0:00
XS
SM
MD
LG