د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

پوتين بېلاروس ته د واګنر ډلې د مشر له تلو سره موافقه کړې


د واګنر ډلې مشر ایفګیني پریګوژین
د واګنر ډلې مشر ایفګیني پریګوژین

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین موافقه کړې چې د واګنر ډلې مشر ایفګیني پریګوژین په ازاده بېلاروس ته تللی شي.

ایفګیني پریګوژین چې سرتېري یې د اوکراین په جګړه کې د روسي ځواکونو تر ټولو اغېزناک سرتېري وو، د ټوپک شپېلۍ د روسي پوځیانو خواته اړولې.

هغه پرون شنبه د یوه وسله وال خوځښت مشري وکړه او په روستوف ښار کې یې د ځینو سیمو له لاندې کولو وروسته خپلو، د ده په ټکو ۲۵ زره سرتېرو ته د مسکو پر لور د پرمختګ لارښوونه وکړه.

هغه 'د عدالت لپاره لاریون' په نوم دغه وسله وال خوځښت پرون د جون په ۲۴مه و دراوه او خپلو سرتېرو ته یې امر وکړ چې بېرته خپلو مرکزونو ته ستانه شي.

له دې وروسته کریملین تایید کړه چې له پریګوژین سره یې د بېلاروس په منځګړیتوب د بلوا د پای ته رسېدو هوکړه کړې ده او وې ویل، د اجیرې وسله والې ډلې دغه مشر به بېلاروس ته، چې د روسیې نږدې متحد دی، ولېږدول شي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پرون په خپلو خبرو کې پریګوژین په خیانت تورن کړ، خو وروسته کریملین وویل، د هغه په وړاندې جنایي قضیه به له منځه ولاړه شي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

کریملین دغه راز ویلي، د واګنر ډلې هغه غړي به نه محاکمه کېږي، چې پرونۍ بلوا او د مسکو په لور مارش کې یې ګډون کړی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې پریګوژین بېلاروس ته تللی او که لا هم په روسیه کې پاتې دی، خو د کریملین ویاند دیمتري پیسکوف ویلي، د روسیې او بېلاروس ولسمشرانو د هغه د خوندیتوب ضمانت کړی دی.

د هوکړې له اعلان څو ساعته وروسته د روستوف والي واسیلي ګولوبیف پر خپل ټلېګرام چینل ولیکل، د واګنر ډلې جنګيالي د کاروانونو په شکل چې ټانکونه او موټر په کې دي، له ښاره د وتلو په حال کې دي او په دښتو کې خپلو مرکزونو ته روان دي.

د پریګوژین جنګیالیو په روستوف کې چې د اوکراین پولې ته دې پروت دی، د یوه لوی پوځي مرکز کنټرول په لاس کې اخیستی و.

د واګنر په لاس د روسیې د روستوف ښار نیول؛ پوتین ویلي چې د خپل هیواد دفاع کوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:23 0:00

تر اوسه معلومه نه ده چې د واګنر ډلې جنګیالي په ځانګړې توګه هغه چې پرونۍ بلوا کې دخیل و، چېرته ځای پر ځای کېږي، خو مشر یې ایفګیني پریګوژین مخکې اعلان کړی چې خپل مرکزونه د روسیې پوځ ته سپاري.

د ریا نووستي په نوم دولتي رسنۍ ویلي چې نن یکشنبه د جون ۲۵مه په روستوف کې د پوځي مرکز شاوخوا سیمې ارامه دي او خلک او موټر بېرته په عادي ډول ښار کې تګ راتګ کوي.

د ټلېګرام په یوه ویډیو کې چې په خپلواکه توګه یې تایید ګران دی، معلومېږي چې روستوف کې د ښاروالۍ یو کارکوونکی سړک جارو کوي او بل لور ته یې موټر روان دي.

په همدې حال کې د روسیې د لویو لارو فدرال ادارې نن یکشنبه سهار پر لارو د اېښودل شویو موانعو د بېرته لرې کولو خبر ورکړی دی.

کارپوهان وایي، اوس که څه هم بلوا او پاڅون پای ته رسېدلی، خو په خبره یې دغه خوځښت د روسیې ځواکمن مشر کمزوری او زیانګالی کړی دی.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ویلي، پرونۍ بلوا وښوده چې د روسیې مشران هېڅ شی نه شي کنترولولی، خو یوازې ګډوډي رامنځته کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG