د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۵ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۵

افغانستان

په عربستان کې د حج مراسم د زرګونه افغانانو په ګډون پیل شوي

بیت الله شریف
بیت الله شریف

په سعودي عربستان کې د حج مراسم د لږترلږه دېرش زره افغانانو په ګډون پیل شوي دي.

د کورونا د وبا پرمهال دا مراسم په تېرو څو کلونو کې ډېر پیکه وو، خو سږکال یو ځل بیا د نړۍ له ۱۶۰ هېوادونو څخه له دوه میلیون زیات خلک د اسلام د پنځمې بنا د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.

حاجیان نن په مینا کې وو او په پام کې ده چې سبا به عرفات ته روانېږي.

په ۲۰۱۵ کال کې د حج د مراسمو پر مهال په ګڼه ګوڼه کې له ۲۳۰۰ زیات حاجیان مړه شول.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

پزشکیان: د کډوالو چارې باید سمې سمبال شي څو افغانانو سره منفي ذهنیت پیدا نه شي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، د افغان کډوالو چارو کې باید له پوره دقته کار واخیستل شي چې په خبره یې افغانانو سره منفي ذهنیت پيدا نه شي.

هغه ویلي، په دې اړه یې د بهرنیو چارو وزارت ته لارښونه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو ایستل ګړندي کړي او هلته د پولیسو له خوا له کډوالو سره د ناوړه چلند شکایتونه هم شوي دي.

په کابل کې د ایران سفارت پرون شنبه ( د زمري ۴مه) ویلي چې پزشکیان د بهرنیو چارو وزارت له کارکوونکو سره په خبرو کې افغانستان یو " ملګری ګاونډی" یاد کړی.

هغه ویلي، که فرصت ورته برابر شي افغانستان ته سفر کوي چې د اړیکو په تاریخ کې نوی فصل پرانیزي.

ایران تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو تعامل ورسره لري او تهران کې یې د طالبانو ډيپلوماتان منلي دي.

د کریکټ د اسیایي جام برخه لیک معلوم شو، پاکستان او هند هم په کې مخامخیږي

ارشیف
ارشیف

د کریکټ د ۲۰۲۵ کال اسیایي جام د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره کیږي.

فرانس پریس ویلي، د جام تنظیمونکو پرون شنبه ( د زمري ۴مه) دغه اعلان داسې مهال وکړ چې د پاکستان او هند ترمنځ سیاسي لانجو دغه جام له بې برخه لیکۍ سره مخامخ کړی و.

دغه جام کې چې د راتلونکې سپټمبر له ۹مې تر ۲۸مې دوام کوي، دوه سیال هېوادونه هند او پاکستان هم سره مخامخیږي او دغه هېوادونه په ( اې ګروپ) کې له کوربه اماراتو او عمان سره په یوه ډله کې دي.

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله هم دغه جام کې لوبېږي.

د اسلامي نړۍ یوه پلاوي کابل ته په سفر کې د دیني علماو پر تعامل او علمي بحثونو ټینګار کړی

ارشیف
ارشیف

د اسلامي نړۍ د همغږۍ ټولنې یوه پلاوي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو سره د " مسلمانانو لپاره پر ارزښتمنو" مسلو خبرې کړې دي.

دوی دا مسلې د دیني علماو ترمنځ متقابل تعامل، د دوی ترمنځ د علمي بحثونو پیاوړتیا او د مسلمانانو ترمنځ د همغږي زیاتول یاد کړي دي.

د دغه پلاوي مشر محمد بن عدالکریم العیسی نن شنبه تر خپلو لیدو کتو وروسته د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په یوه ګډ ویډیویي پیغام کې د دې ډول لیدو کتو پر دوام ټینګار کړی دی.

په دغه څه باندې شپږ دقیقه یي ویډیویي پيغام کې که څه هم د نجونو د تعلیم مسلې ته اشاره نه ده شوې، خو وړاندې تر دې د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوي کابل ته د سفر پر مهال له طالبانو غوښتي چې د نجونو د تعلیم او تحصیل حق ورکړي.

طالبانو واک ته له رسیدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي بندل کړ او وروسته یې د هغوی پر لوړو زده کړو هم بندیز ولګوه.

بریتانیا د هوا له لارې غزې ته د مرستې رسولو چاره پيل کړې

ارشیف
ارشیف

د بریتانیا صدر اعظم کایر سټارمر وایي، دوی به د هوا له لارې غزې ته د مرستې رسونې په چارو کې برخه واخلي.

دا وروسته تر دې چې اسراییل د جمعې په ورځ وویل، دوی اجازه ورکوي چې هېوادونه جګړه ځپلې غزې ته د هوا له لارې خوراکي مواد واچوي.

بریتانوي چارواکو ویلي، دوی له مخکې له اردوني چارواکو سره په تماس کې شوي چې غزې ته د خوراکي موادو رسول اسانه کړي.
بریتانیا ویلي، دوی د هغو فلسطیني ماشومانو درملنې ته هم چمتو دي چې جګړه کې ټپیان شوي دي.

د بریتانیا پر صدر اعظم د پارلمان د ۲۲۱ غړو له خوا فشار دی چې فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپیژني.

دا په داسې حال کې ده چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وویل، هېواد به یې د امنیت شورا د لومړني غربي غړي په توګه په سپټمبر میاشت کې فلسطین د یوه دولت په توګه په رسمیت وپیژني.

غزه کې بشري ناورین حاکم دی او ملګرو ملتونو ویلي، لوږه تر هرې دروازې پورې رسیدلې ده.

د ګډ امنیتي تړون غړیو له افغانستان سره د تاجکستان د پولې پر پیاوړتیا خبرې وکړې

د ګډ امنیتي تړون سازمان (CSTO) د جمعې په ورځ د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې د پیاوړتیا پر لارو چارو د خبرو لپاره غونډه وکړه.

انټرفکس خبري اژانس د دې سازمان د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې وویل چې په دې غونډه کې، چې د ګډ امنیتي تړون په دارالانشاء کې جوړه شوه، له افغانستان سره د تاجکستان د پولې پر پیاوړتیا او تجهیز خبرې وشوې.

په غونډه کې د افغانستان په پوله کې د تاجکستان سرحدي ځواکونو ته د وسلو د لیست په اړه هم بحث وشو.

سره له دې چې روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی او د منځنۍ اسیا هیوادونو له طالبانو سره اقتصادي او تجارتي اړیکې زیاتې کړي، له کله چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسیدلي، دا هیوادونه د افغانستان له درکه وخت په وخت په امنیتي برخه کې اندېښنه ښيي.

د افغان کارګرو د ایستلو له امله په ایران کې ساختماني چارې ټکنۍ شوي

د تهران د پراخو تولیداتو د اتحادیې رئیس ایرج رهبر، وایي چې د افغان کارګرانو د ایستلو له امله، ساختماني صنعت په تېره بیا په تهران کې له جدي ستونزو سره مخامخ شوی دی.

نوموړي د ایران له (ایلنا) خبري آژانس سره په مرکه کې، چې پرون یې خپره کړې، ویلي چې په تهران کې تر ۵۰ سلنه زیات ساختماني کارګر افغانان وو، او اوس چې هغوی له هېواده وتلي، ځینې پروژې ځنډېدلي او د کار تولید کم شوی دی.

رهبر زیاتوي چې افغان کارګرو د سمینټ اچولو، سنګ‌کارۍ، بنايي او عادي کارګرۍ په شمول په بېلابېلو برخو کې کار کاوه، او اوس د دغو مسلکونو لپاره د ایراني کارګرو پیدا کول وخت غواړي.

هغه دا هم وویل چې ایراني کارګر ساده ساختماني کار ته دومره لېوالتیا نه لري، ځکه چې اجوره یې کمه ده، خو افغان کارګر د کمې اجورې په بدل کې او بې له ټولنیزې بیمې ډېره خواري کوي، نو له همدې امله کارفرمایان هغوی ته لومړیتوب ورکوي.

د تهران د پراخو تولیداتو د اتحادیې مشر دا هم وویل چې د یوه ایراني کارګر مزد د دوو افغان کارګرو هومره دی.

طالب چارواکو د پاکستان له لوري د افغانستان پر صادراتو د واګې بندر پر بندولو اعتراض کړی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان د صادراتو پر مخنیوي په رسمي ډول اعتراض وکړ.

پاکستاني رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د مرستیال په مشرۍ یوه جګپوړي پلاوي په دې اړه د وروستي سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره مفصلې خبرې کړې دي.

پاکستاني رسنیو ته د خپل هیواد حکومتي سرچینو ویلي، افغان پلاوي یادونه وکړه چې پاکستان د سږ کال له مې میاشتې راهیسې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان سوداګري توکي د واګې بندر له لارې هندوستان ته صادر شي، چې دا د ۲۰۱۰ کال د افغانستان–پاکستان د ترانزیتي سوداګرۍ له تړون سره په تضاد کې ده.

افغان سوداګر وايي چې د پاکستان له لوري د واګې بندر له لار هند ته د افغانستان د صادراتو په لاره کې خنډونو دوی ته درانه تاوانونه اړولي دي.

د کابو ۳.۵ میلیونه افغانان په راتلونکي ژمي کې له جدي ګواښ سره مخامخ دي

د بشري وضعیت څارونکې موسسې REACH د یوې نوې ارزونې له مخې، کابو ۳.۵ میلیونه افغانان د راتلونکي ژمي د سړې هوا د سختو څپو له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

دغه بنسټ په بحران ځپلو سیمو کې د معلوماتو راټولولو او تحلیل له لارې پر شواهدو ولاړه پریکړه‌ اسانوي.

دې ادارې په خپل تازه راپور کې، خبرداری ورکړی چې د افغانستان په غرنیو سیمو کې د سړو له امله د انسانانو او څارویو د تلفاتو خطر شته. دا اندېښنې په ځانګړي ډول د غور، بدخشان او بامیان په څیر په هغو لرې پرتو ولایتونو کې ډېر دی چې زېربناوې یې کمزورې دي او شدید موسم خلک او څاروي ډېر زیانمنوي.

راپور د ژمي د اضطراري حالاتو له پخوانیو تجربو څخه استفاده کړې، لکه د ۲۰۲۳م د جنورۍ پېښه، چې پکې په غور ولایت کې د سانتي‌ګراد منفي ۳۳ درجې یخنۍ له امله تر ۷۰ زره ډېر څاروي تلف شوي وو.

له ایران او پاکستان څخه د سلګونو زره کډوالو د راستنېدو له کبله په افغانستان کې د هغوی د سرپناه او نورو امکاناتو په اړه اندېښنې لا زیاتې شوي دي.

په جرمني کې ۳ افغان پناه غوښتونکي تر ایستل کېدو مخکې تري تم شول

درې افغان پناه‌ غوښتونکي له جرمني څخه تر ایستل کېدو څو ساعته مخکې ورک شول.

د جرمني رسنیو نن راپور ورکړ چې د ساکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر ارمین شوستر د پنجشنبې په ورځ، (د جولای ۲۴مه،) له MDR سره په خبرو کې تایید کړه: «درې افغان پناه‌ غوښتونکي افغانستان ته تر بېرته استول کېدو وړاندې بې درکه شول. هغوی نه پیدا کېږي – زه ګومان کوم چې پټ شوي وي.»

دا درې تنه د هغو ۸۴ افغانانو په ډله کې شامل وو چې ټاکل شوې وه د تېرې جمعې په ورځ له جرمني وایستل شي، خو یوازې ۸۱ تنه چې د جرم سابقه یې لرله، بېرته افغانستان ته ولېږل شول.

دا له کله چې په ۲۰۲۳ کې طالبان بیا واک ته رسیدلي، دوهمه ډله افغان پناه غوښتونکي دي چې جرمني یې بېرته افغانستان ته لېږي.

طالبانو د ورستنو شویو کډوالو د حقونو د سرغړاویو په اړه د یوناما راپور رد کړ

طالبانو د ملګرو ملتونو هغه مستند راپور رد کړ چې وايي، له ګاونډیو هیوادونو ایستل شوي افغانان چې بېرته طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته شړل شوي، د شکنجې، خپل‌سري توقیف او د جنسیت پر بنسټ د ځورونې له خطر سره مخ دي.

د طالبانو د حکومت یو ویاند حمدالله فطرت د پنجشنبې په ورځ پر خپل ایکس پاڼه ادعا کړې چې ټول ورستنېدونکي کډوال "د عفوې فرمان څخه برخمن دي" او زیاته کړې یې ده چې " هیڅوک هم له سیاسي لحاظه له هغوی سره دښمني، تضاد او انتقامي چلند نه کوي"

تر دې مخکې په همدې ورځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په ګډه خپاره کړي راپور کې، د یو شمېر ستنو شویو د شکنجې، وهلو، جعلي اعدامونو او د جنسیت پر بنسټ د محدودیتونو په اړه ویلي وو.

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې ، ښځې او نجونې، د پخواني حکومت یا امنیتي ځواکونو غړي، خبریالان او د مدني ټولنې فعالان تر ټولو ډیر زیانمنونکي او د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې له خطر سره مخ بلل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند حمدالله فطرت ویلي "که په ځینو سیمو کې یوه نیمه پېښه شوې وي، هغه سیاسي نه، بلکې شخصي " دي چې نوموړي خورا جزيي بللي او ټینګار یې کړې چې یوناما دې له داسې پېښو د نوموړې په ټیکو د پروپاګند او اندیښنو زیاتولو لپاره کار نه اخلي.

خو ملګرو ملتونو ویلي وروستی راپور یې له ۴۹ کسانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ کړی او د راستنو شویو لومړی لاس روایتونه یې راټول کړي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG