د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

هویټفیلډ: د افغانستان منزوي کول به وضعيت لا پسې خراب کړي


د ناروې د بهرنیو چارو وزیره اننیکن هویټفیلډ
د ناروې د بهرنیو چارو وزیره اننیکن هویټفیلډ

د ناروې د بهرنیو چارو وزیره اننیکن هویټفیلډ ​وایي، په اوس وخت کې د افغانستان منزوي کول د افغانانو او هم د نړیوالې ټولنې په ګټه نه‌ده، بلکې وضعیت به لا پسې خراب کړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیره وایي، روانه اوونۍ په اوسلو کې د سولې یوه فورم ته د طالبانو استازي هم وربلل شوي وو چې له مدني ټولنو او ډیپلوماتانو سره يې لیدنې کتنې ترسره کړي.

اننیکن هویټفیلډ د پنجشنبې په ورځ رویترز خبري اژانس ته وویل، ناروې دریو دولتي کارکوونکو ته چې په کابل کې د طالبانو د حکومت لپاره کار کوي، د اوسلو په غونډه کې د ګډون لپاره وربللي وو.

هغې زیاته کړه، د طالبانو استازیو په دې غونډه کې د افغانستان د مدني ټولنې او د یو شمېر نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان د روان وضعیت په اړه د خبرو لپاره لیدنې کتنې ترسره کړې.

د راپورونو له مخې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي او د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو استازي دې غونډې ته وربلل شوي وو.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي

په عین حال کې یو شمېر هندي رسنیو راپور ورکړ چې د هند او پاکستان ځانګړیو استازیو هم د لومړي ځل لپاره له طالبانو سره د لوېدیځوالو په خبرو کې د اوسلو په غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ هم د تړلو دروازو ترشا د اوسلو په غونډه کې ګډون کړی وو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا

د اوسلو له غونډې سره هممهاله د افغان ښځو یو شمېر فعالانو په دې غونډه د طالبانو له ګډون سره مخالفت څرګند کړ.

مینه رفیق چې په یوازې سر یې په اوسلو کې د ناروې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته اعتراض کړی و، ازادي راډیو ته وویل: "په لاس کې مې شعار نیولی و چې د طالبانو په رسمیت پېژندل یعنې د تروریزم په رسمیت پېژندل دي چې دا به نه یوازې د افغانستان لپاره، بلکې د افغانستان ټولو ګاونډیانو او نړۍ ته خطرناک وي. غواړم د ناروې له دولت څخه وپوښتم چې ولې د طالبانو ډلې ته څو څو ځلې بلنه ورکوي او نتیجه یې څه ده."

د ناروې بهرنیو چارو وزارت مخې ته د یوې افغانې مېرمنې اعتراض
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:04 0:00

اوسلو تېر کال هم د ورته یوې غونډې کوربه‌توب کړی و، چې په هغې غونډه کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ګډون کړی و.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیره اننیکن هویټفیلډ وایي، په اوس وخت کې د افغانستان منزوي کول به د افغانانو او هم د نړیوالې ټولنې لپاره مناسبه نه وي او د افغانستان وضعیت به نور هم خراب کړي.

هغې زیاته کړه په دې کار سره به د داعش په څېر ډلې وکولای شي چې په دې هېواد کې خپلې ریښې پیاوړې کړي چې دا به د اروپا لپاره امنیتي خطر رامنځته کړي.

په عین حال کې روسیې یو ځل بیا له افغانستانه د داعش ګواښ ته اندېښنه وښوده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په سنټپټرزبورګ کې د اقتصادي نړیوال فورم په څنډه کې وویل چې د افغانستان امنیتي وضعیت کړکېچن دی.

هغې زیاته کړه، د اسلامي دولت ډله یا داعش په افغانستان کې د اوسنو چارواکو په وړاندې د ورانکارۍ اقدامات ترسره کوي او په عین حال کې هڅه کوي چې د افغانستان په ګاونډ کې د مرکزي اسیا د هېوادونو ثبات کمزوری کړي.

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په عین حال کې وویل چې طالبان توانېدلي چې په افغانستان کې وضعیت ثابت وساتي.

د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته داعش په څو ولایتونو کې د خونړیو حملو مسوولیت اخیستی دی.

خو طالبانو چې حکومت یې تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی ویلي، هیچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې له افغانستانه نورو هېوادونو ته ګواښ متوجه کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG