د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

ناروې کې د افغانستان په اړه غونډه؛ پر کومو موضوعاتو بحثونه وشول؟


ارشیف: د ۲۰۲۲ جنورۍ کې هم دې ورته غونډه په اوسلو کې جوړه شوې وه چې طالب پلاوي په کې هم ګډون درلود.
ارشیف: د ۲۰۲۲ جنورۍ کې هم دې ورته غونډه په اوسلو کې جوړه شوې وه چې طالب پلاوي په کې هم ګډون درلود.

د ناروې په مرکز اوسلو کې د افغانستان د دوه ورځني فورم یو ګډونوال وايي، په بحثونو کې یې ډېر تمرکز د بین الافغاني مذاکراتو په پیلېدو وو چې غوښتنه وشوه په دې مذاکراتو کې دې د طالبانو له لوري پرېکړه کوونکي کسان ګډون وکړي.

د ناروې په مرکز اوسلو کې د نړۍ د بېلابېلو مسایلو په اړه جوړ شوي فورم کې د افغانستان په اړه هم بحثونه وشول.

په دې فورم کې د تېرې سې‌شنبې او چهارشنبې په ورځو په افغانستان کې د یوناما د مشرې روزا اوتنبایوا، د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو د ځانګړي استازي ټام وېسټ، د طالبانو د بهرنیو، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د استازو او ځینو افغان سیاستوالو په ګډون د افغانستان په اړه بحثونه وشول.

د دې ناستې یو ګډونوال چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل، په دوه ورځنیو بحثونو کې ډېر تمرکز د جدي بین الافغاني مذاکراتو په پیلېدو و چې په‌کې د طالبانو له لوري پرېکړه کوونکي کسان برخه واخلي.

د اوسلو فورم یاد ګډونوال همدا شان وویل، د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو په خوندیتوب بحثونه وشول او په دې برخه کې د بندیزو په لرې کېدو ټينګار وشو.

د یاد ګډونوال په وینا، په دې بحثونو کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د نړیوالو مرستو د ډېرېدو وړاندیز هم وشو.

د اوسلو ناستې دا ګډونوال زیاتوي چې په دې ناسته کې ټولو لوریو یوازې خپل نظرونه شریک کړل او کومې پرېکړې و نه‌شوې.

هغه زیاتوي چې د طالبانو د پلاوي له لوري هم ورته وویل شول چې، ځینې پرېکړې یې په مشرانو پورې تړلې دي.

په دې اړه مو د طالبانو حکومت د قطر دفتر له مشر سهېل شاهین او د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ویاند احمد ضیا تکل څخه هم وپوښتل، خو نوموړو د دې راپور تر خپرېدو په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د اوسلو ناستې له پیلېدو سره په دې ناسته کې د طالبانو د ګډون له امله د ناروې په حکومت اعتراضونه هم شوي دي.

د ناروې حکومت په تېر میلادي کال کې هم د طالبانو د یوه لوړ رتبه په پلاوي په ګډون ناسته جوړه کړې وه چې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو، د بین الافغاني مذاکراتو په پیلېدو او همدا ډول د بشري حقونو په خوندیتوب بحثونه شوي وو.

په یاده درې ورځنۍ ناسته کې که څه هم د طالب چارواکو له لوري کومه مشخصه ژمنه شوې نه وه، خو ویلي یې و چې د خبرو له لارې به د شته ستونزو د هواري لپاره هڅې کوې.

که څه هم تر دې مخکې هم په افغانستان کې د شته ستونزو د حل لپاره د طالبانو او نړيوالې ټولنې د استازو ترمنځ ګډې ناستې شوې دي، خو لا هم طالبانو د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او ټول‌ګډونه حکومت د جوړولو په برخو د نړيوالې ټولنې غوښتنې نه‌دي منلي او دا یې د افغانستان کورني مسایل بللي دي.

XS
SM
MD
LG