د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

یورو ایشیا ریویو: د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو اړیکې خورا پېچلې دي


د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي

له افغان طالبانو سره د ټي‌ټي‌پي پر اړيکو د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

یورو ایشیا ریویو:

یورو ایشیا ریویو خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې له افغان طالبانو سره د پاکستاني طالبانو د تحریک یا 'ټي ټي پي' اړیکو ته کتنه کړې.

خپرونه هغو راپورونو ته چې وايي، 'ټي ټي پي' ډلې پخوا د افغان طالبانو ملاتړ کاوه او د عقیدوي مشترکاتو په خاطر اوس هم اړیکې ورسره لري اشاره کوي، خو لیکي چې د دوی اړیکې خورا پېچلي دي او کله ناکله کړکېچ هم په‌کې راغلی دی.

یورو ایشیا ریویو د مثال په ډول یادونه کوي چې د پاکستاني طالبانو ځینې غړي پر افغان طالبانو انتقاد کوي چې ولې یې د افغانستان له پرځېدلي جمهوري نظام سره د سولې په خبرو کې ګډون وکړ او یا دا چې ولې د پاکستان پر وړاندې خورا نرم چلند لري.

خپرونه زیاتوي، د دې دوو لورو اړیکې د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره په لویه اندېښنه بدل شوي، ځکه د پاکستاني طالبانو وسله‌والو په پاکستان کې د ګڼو خونړیو حملو مسوولیت منلی دی.

یورو ایشیا ریویو وړاندې لیکي ګومان کېږي چې 'ټي ټي پي' به په پاکستان کې د حملو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي او دا په داسې حال کې ده چې افغان طالبانو په وار وار ویلي چې هېڅ فرد یا ډلې ته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې پر نورو هېوادونو بریدونه وکړي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د هغه نیپالي ځوان کیسه را اخیستې ده چې د افغانستان په جګړه کې یې پښې پرې شوي او په دې وروستیو کې د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ایوریست ته ختلی.

هري بودا ماګر چې د هیمالیا د غره په لمنو کې زېږېدلی په ۱۹ کلنۍ کې د بریتانیا له پوځ سره یوځای شو.

د بریتانیا د پوځ په چوکاټ کې د ګورخا په نوم د نیپالي سرتېرو یوه قطعه فعالیت کوي چې یو شمېر غړي یې د بریتانیا د پوځي ماموریت په ترڅ کې افغانستان ته هم تللي وو.

واشنګټن پوسټ زیاتوي چې هري بودا ، په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان په جنوب کې د پوځي ماموریت پرمهال په یوه چاودنه کې ټپي شو او دوه پښې یې غوڅې شوې دي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې نوموړي ځوان نیپال ته تر ستنېدو وروسته بیا بیا هڅه وکړه د ایوریست څوکې ته د ختو هدف ته چې د ده د ژوند لوی ارمان و، ورسېږي او بالاخره د روان کال په اپرېل میاشت کې چې په افغانستان کې د ده د ټپي کېدو ۱۳ کاله پوره شول، د مصنوعي پښو په وسیله یې ځان د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې ته ورساوه.

هري بودا داسې مهال د ایوریست څوکې ته رسېدلی چې له افغانستانه هم د لومړي ځل لپاره یوه غر ختونکي دا لوړه څوکه فتح کړه.

سمیع‌الدین صدیقي د مې په اوومه نېټه د ځمکې د کرې د تر ټولو اوچت غره هیمالیا ایورست څوکې ته چې ۸۸۴۹ متره لوړه ده وخوت.

صدیقي د خپل دې پنځه ورځني سفر لپاره شپږ میاشتې تیاري نيولې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG