د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۵

افغانستان کې د اسټراليايي ځواکونو جنايت؛ امريکا له اسټراليا سره پر اړيکو بیا کتنه کوي


ارشیف: د افغانستان په ارزګان کې اسټرالیايي ځواکونه د عملیاتو پر مهال. 18Nov2010
ارشیف: د افغانستان په ارزګان کې اسټرالیايي ځواکونه د عملیاتو پر مهال. 18Nov2010

نړیوالو مطبوعاتو ته کتنه

ګارډین:

برتانوۍ ګارډین ورځپاڼې، د افغانستان په اړه یوه لیکنه کې ویلي چې د امریکا متحد ایالتونه له اسټرالیا سره د دفاعي روزنې پر اړیکو بیا کتنه کوي.

دا کتنه داسې وخت کېږي، چې د یوې څېړنې له مخې د اسټرالیا ځانګړي ځواکونه په افغانستان کې په جنګي جنایتونو تورن شوي دي.

د لیکنې په پیل کې راغلي، د امریکا متحدو ایالتونو ویلي د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو له خوا د جنګي جنایتونو ادعا د دې سبب شوه، چې پر دوه اړخیزې روزنې بیا کتنه وشي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ دا پرېکړه وشوه، چې د دوی ترمنځ به امنیتي همکاري نه ځنډول کېږي.

د جمعې په ورځ په کانبیرا کې د امریکا سفارت په دې اړه د پوښتنو په ځواب کې وویل، د شویو ادعاوو په اړه د اسټرالیا د حکومت شویو اقداماتو په دې اړه پرتې اندېښنې لیرې کړې دي.

د ګارډین ورځپاڼې په لیکنه، د اسټرالیا د دفاع وزارت ویاند ویلي، د افغانستان په اړه د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو د سرمفتش د تحقیقي راپور تر خپرېدو وروسته، د اسټرالیا دولت په راپور کې د لګول شویو تورونو د څېړنې په اړه اقدام وکړ.

د قاضي پال بریریتون د څلورکلنې څېړنې له مخې چې راپور یې د ۲۰۲۰م کال په وروستیو کې خپور شو راغلي، چې د موثقو معلوماتو له مخې د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو ۲۵ اوسني او پخواني غړي په افغانستان کې د ۳۹ افرادو په وژنه او له نورو سره په ناوړه چلند تورن شوي دي.

د اسټرالیایي رسنیو د راپورونو له مخې د اسټرالیا د دفاعي ځواکونو مشر جنرالانګوس کمپبل له ځینو هغو اسټرالیایي سرتېرو د مډالونو د بېرته اخیستو سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې یې دندې ترسره کړي او په دې هېواد کې په غیرقانوني توګه د ملکيانو او زندانیانو په وژلو تورن شوي دي.

انډین اکسپرس:

د هند انډین اکسپرس ورځپاڼې د هغو افغان سېکانو او هندوانو په باب لیکنه خپره کړې، چې خپلې ستونزې یې د هند د بهرنیو چارو له وزیر اس جی شنکر سره شریکې کړې دي.

د ورځپاڼې په لیکنه دا له کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، د خپل ډول له مخې لومړۍ غونډه وه.

دغو افغان هندوانو او سېکانو ویلي، چې دا مهال په افغانستان کې د دوی له ډلې یوازې ۲۰ کسان پاتې دي او نور یې هند ته تللي، ویل شوي د ۱۱ نورو افغان هندوانو او سېکانو ویزې هم راغلي، چې ډېر ژر به دوی هم هند ته لاړ شي.

انډین اکسپرس زیاتوي، د افغان هندوانو او سېکانو ډلې د پنج شنبې په ورځ د بهرنیو چارو له وزیر اس جی شنکر غوښتنه کړې، داسې ویزې دې ورکړل شي، چې څو څو وارې ورباندې هند ته داخلېدای شي او د دوی پاتې غړي هم له افغانستانه هند او له هنده افغانستان ته د تګ راتګ چانس ولري.

د ورځپاڼې په لیکنه افغان سېکانو او هندوانو ویلي، چې په افغانستان کې د خپلو تاریخي ګوردوارو او درمسالونو خوندیتوب ته اندېښنه لري.

د افغان سېکانو او هندوانو دې ډلې غوښتنه کړې، چې د دوی ۱۵ کسانو ته داسې داسې ویزې ورکړل شي، چې ورباندې څو ځلې افغانستان ته د تګ راتګ امکان ولري او دوی په افغانستان کې د خپلو ګوردوارو او درمسالونو خوندیتوب یقیني کړي.

پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته مذهبي او قومي اقلیتونو شکایت کړی، چې د دوی خوندیتوب ته پام نه کېږي، ځکه یې ګڼ مجبوره شوي، چې له افغانستانه ووځي.

XS
SM
MD
LG