د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

هېل: امریکا له افغانستانه د خپلو سرتیرو د وتلو په اړه ۳ میاشتنۍ ارزونه پیل کړې


وروستۍ امریکايي سرتیری چې له افغانستانه ووت
وروستۍ امریکايي سرتیری چې له افغانستانه ووت
  • هېل

له امریکا خپریدونکي هېل ورځپاڼې په یو راپور کې د هغو ارزونو خبر ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونه یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خپلو کار کوونکو ته په یو یادښت کې چې د هېل ورځپاڼه وايي، لیدلی یې دی لیکلي، د بهرنیو چارو د وزارت دا درې میاشتنۍ ارزونه به "افغانستان کې زموږ د ښکېلتیا څخه زده کړي درسونه وارزوي او د وړاندې تګ لپاره به سپارښتنې وکړي."

په دې پروسه کې به د ۲۰۲۰ میلادي کال له جنورۍ څخه تر ۲۰۱۲ میلادي کال اګسټ پورې موده و ارزول شي او د ارزونې مشري به ډانیل سمیت کوي چې جنوري میاشت کې د کمې مودې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر و.

هېل ورځپاڼه وايي، سمیټ او ورسره په ټیم کې د بهرنیو چارو وزارت اوسني او پخواني کار کوونکې به اسنادو ته لاس رسی ولري او داوطلبانه مرکو اجازه هم ورکړل شوې ده.

ورځپاڼه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په وینا وايي: "دوی تمه لري چې نهايي راپور به محرم وي او څومره جزییات چې ممکن وي هغه به په کې شامل وي."

خو ورځپاڼې د بلېنکن له خولې زیاته کړې: "د دې لپاره به ټوله هڅه وشي چې موږ هر څومره چې ممکنه وي شفاف و اوسو."

له بلې خوا هېل ورځپاڼې د پنټاګون د یو ویاند له خولې ویلي، د امریکا دفاع وزارت هم له افغانستانه د وتلو په اړه یوه جلا ارزونه پیل کړې چې د ۲۰۲۰ میلادي کال له فبرورۍ د ۲۰۲۱ میلادي کال تر اګسټ پورې پر موده راڅرخي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند رابرټ لاډویک دې ورځپاڼې ته ویلي، د دې ارزونې یو خپلواک ټیم یوه اوونۍ مخکې خپل کار پیل کړی دی.

د امریکا د دفاع وزارت دا ارزونه د طالبانو سره د دوحې له تړون وروسته موده څېړي، هغه تړون چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوره کې له طالبانو سره لاسلیک شوی و.

  • مېل انلاین

مېل انلاین بیا په اسټرالیا کې د یوې وژل شوې ځوانې افغانې رقیه حیدري په اړه راپور خپور کړی او وايي، رقیه چې ۱۶ کلنۍ کې اسټرالیا ته کډه شوې وه، د خپل هغه خاوند له خوا وژل شوې چې تر واده مخکې یې ډېر لږ پېژانده او واده یې ورسره د مور له خوا تنظیم شوی و.

راپور کې د رقیه حیدري مور تورنه شوې چې خپله لور یې په زور مجبوره کړې وه، څو په اسټرالیا کې له دې افغان کډوال سره چې ټکسي چلوونکی و واده وکړي.

پولیسو ادعا کړې چې د نجلۍ مور خپل لور د پیسو په بدل کې داسې واده ته اړ کړې وه چې د نجلۍ خوښه نه وه او په پایله کې یې د افغان خاوند له خوا په چاړه ووژل شوه.

په اسټرالیا کې جبري واده جرم او د مریتوب یوه بڼه ګڼل کېږي.

د مېل انلاین په وینا، دا مهال اسټرالیا کې د وژل شوې افغانې رقیې خاوند او قاتل د عمري بند له سزا سره مخ دی.

همدارنګه که یې په مور هم ثابته شي چې خپله لور یې په زور واده ته اړ کړې وه، نو په بند محکومېږي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG