په وروستیو کالونو کې چې په خوست کې د یو شمېر نړیوالو بنسټونو د مادي او معنوي همکارۍ پر مټ د کبانو د ساتنې او پالنې کاروبار ډېر ښه شوی وو، اوس په کمېدو دی.
له پخوا کلونو څخه د افغانستان په محدودو سیمو کې خلکو کبان نیول او پخول به يې، خو په دې وروستیو کې یو شمېر مؤسساتو د ماهیانو د ساتنې او پالنې لپاره فارمونه عام کړل، چې په دې سره د ماهیانو تازه غوښو ته د خلکو لاسرسی ډېر شو.
په اوس وخت کې د کبانو فارم لرونکي د دې برخې د کمېدو لاملونه وروستي سېلابونه، وچکالۍ او په هېواد کې سیاسي بدلون په ګوته کوي، چې د کرنې او مالداري د برخې ډېرو ملي او نړیوالو مؤسسو خپل کارونه ودرول.
"سېلابونه راووتل دې ډنډونو ته يې تاوان ورساوه، دویم وار بیا وچکالي شوه، هغې ډېر مشکل جوړ کړ،
د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د شډل کلي اوسېدونکی سیدانور چې د ماهیانو څو ډنډونه لري، ازادي راډیو ته وویل، د تېر جمهوريت له ړنګېدو وروسته بیا رسمي کسان د فارمونو لیدلو ته نهدي ورغلي.
نوموړي زیاته کړه: "سېلابونه راووتل دې ډنډونو ته يې تاوان ورساوه، دویم وار بیا وچکالي شوه، هغې ډېر مشکل جوړ کړ، په درېیم وار کې دولت سقوط شو، موږ داسې شو چې ماهیان او ټول کاروبار مو سخت زیانمن شو، مؤسساتو کار بند شو او په دې توګه تاوان سره مخامخ شو."
په خوست کې د کبانو د یو بل فارم مالک منیرګل هم وايي، که چېرې د ماهیانو د فارمونو په عامولو کې اړوندې ادارې او مؤسسې ورسره مرسته وکړي، ډېره ښه ګټه لري.
دی وايي، ده په خپلو شخصي لګښتونو یو وړوکی فارم جوړ کړی، لههغې هم ښه عاید لاسته راوړي.
هغه کسان چې د ماهیانو په فارمونو کې کاروبار کوي، له دې کاره خوښ دي او وايي، که چېرې د ماهیانو د روزنې او پالنې لپاره لازم امکانات موجود دوي، نو ښه د ګټې وټې کار دی.
شاکرالله چې له درې کالونو راهیسې د کبانو په فارم کې کار کوي وايي، سره لهدې چې ژمی دی او د ماهیانو کافي خوراکه او مواد نهلري، بیا هم هره ورځ له لسو کیلو نیولې بیا تر دېرشو کیلو پورې ماهیان په شخصي خلکو او هوټل لرونکو باندې خرڅوي.
د ماهیانو د غوښې پېرودونکي او مصرفونکي هم د ماهي غوښته ګټوره بولي او وايي، یو شمېر ډاکټران ناروغانو ته هم توصیه کوي او ناروغانو ته يې په ګټه بولي.
د دې پر ځای چې له نورو هېوادونو د ماهي کارتني غوښې انتقال شي، ښه دا ده چې زموږ دولت يې په داخل کې پرمختګ ته پاملرنه وکړي."
د سکندر په نوم يو کس وايي: "په اوونۍ کې دوه یا درې ځلې پلار ته د ماهي تازه غوښه وړم، دا بهترین شی دی، هر مریض لپاره خلاصه وي، د دې پر ځای چې له نورو هېوادونو د ماهي کارتني غوښې انتقال شي، ښه دا ده چې زموږ دولت يې په داخل کې پرمختګ ته پاملرنه وکړي."
دغه راز د کرامت په نوم يوه بل کس ازادي راډيو ته وويل: "هر وخت چې زموږ ملګري بنډار جوړوي، سوبات کوي، دلته یو د ماهیانو فارم دی، ډېر ښکلي ماهیان پهکې دي، غوښه يې سهي ده، زموږ ټول ملګري يې ډېره خوښوي."
بل لوري ته په خوست کې د کرنې او مالداری ریاست چارواکي وايي، په خوست کې د ماهیانو فارمونو ښه نتیجه ورکړې او هغه فارمونه چې اوبه لري، فعال دي، خو هغه چې بیا اوبه نهلري، ورو، ورو د فلج کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
د مالدارۍ او د حیواني روغتیا امر ډاکټر روښان وویل: "دا نوي فارمونه چې دي، ډېره ښه نتیجه يې ورکړې ده، هغه فارمونه چې اوبه لري، ډېر ښه فعال دي، هغه فارمونه چې اوبه نهلري، د سولر له برښنا استفاده کوي، د برمو او د ټانکر په واسطه يې اوبه کوي، ورځ په ورځ د فلج کېدو په لور روان دي، ځکه ماهیانو ته باید دوه متره اوبه وي،که د هغې نه کمې وي، له هغې پرته يې ژوند ناممکن دی."
د چارواکو په وینا په خوست کې دا مهال د ماهیانو ۴۰ فارمونه موجود دي، چې ۳۳ يې فعال او ۷ نور يې غیر فعال شوي دي.
د یادونې وړ ده د تېر جمهوریت په وروستیو کالونو کې د ځینو غیردولتي مؤسسو لهخوا د شنو خونو، سړخونو، د چرګانو او ماهیانو د فارمونو د جوړولو په برخه کې یو شمېر پروژې پلې شوې، خو دا چې فارم لرونکو لپاره د ظرفیت لوړولو او په مادي برخو کې ملاتړ ډېر دوام ونهکړ، نو اوسمهال د دا ډول ډېرو پروژو فعالیتونه ټکني شوي دي.