د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

اردوغان د ترکيې د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې


اردوغان پرون د ورځې ناوخته داسې مهال په دوdم ځلي انتخاباتو کې د خپلې بریا اعلان وکړ چې د رایو شمېرلو بهیر لا بشپړ شوی نه و.
اردوغان پرون د ورځې ناوخته داسې مهال په دوdم ځلي انتخاباتو کې د خپلې بریا اعلان وکړ چې د رایو شمېرلو بهیر لا بشپړ شوی نه و.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د تېرې ورځې د ولسمشرۍ د دویم ځلي ټاکنو ګټونکی اعلان شو.

د ترکیې د ټاکنو د عالي بورډ مشر احمد یینر تېر ماښام ناوخته اعلان وکړ چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ولسمشرۍ د دویم دور ټاکنې ګټلي او د ولسمشرۍ د بلې پنځه کلنې دورې لپاره به په واک کې پاتې کېږي.

هغه وویل، د لومړنیو نتایجو له مخې اردوغان ۵۲،۱۴ سلنه رایې ګټلې دي، خو د هغه سیال کمال کلیچدار اوغلو ۴۷،۸۶ رایې خپلې کړي دي.

په دې توګه به ۶۹ کلن اردوغان د درېیم ځل لپاره د ولسمشرۍ دوره مخته وړي.

د اردوغان په دغې بریا سره د هغه واکمني درېیمې لسیزې ته غځېږي.

اردوغان په ۲۰۰۳ م کال د صدراعظم په توګه ټاکل شوی او وروسته د ترکیې پارلمان نوموړی په ۲۰۱۴ کال د ولسمشر په توګه وټاکه.

د ترکیې په نظام کې د راوستل شویو بدلونونو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې اردوغان د خلکو په مستقیمو رایو سره بیا د ولسمشرۍ پنځه کلنه دوره وګټله.

اردوغان پرون د ورځې ناوخته داسې مهال په دویم ځلي ټاکنو کې د خپلې بریا اعلان وکړ چې د رایو شمېرلو بهیر لا بشپړ شوی نه و.

د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې د هغه سیال کمال کلیچدار اوغلو په داسې حال کې چې د رایو شمېرلو بهیر دوام درلود، په استانبول کې خپلو پلویانو ته په وینا کې که څه هم خپله ماتې ونه منله، خو خفګان یې څرګند کړ او ویې ویل چې هېواد مو ډېرې لویې ستونزې په مخ کې لري.

کمال کلیچدار اوغلو
کمال کلیچدار اوغلو

نوموړي له هغو ۲۵ ميلیون زیاتو رایې ورکوونکو چې ده ته یې رایې ورکړې، مننه وکړه او ترې يې وغوښتل چې خپله روحیه لوړه وساتي.

کلیچدار اوغلو دغه راز له خپلو ملاتړو مننه وکړه چې د ډیموکراسۍ او د خپل هېواد لپاره مبارزه کوي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین اردوغان ته د بریا مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې د هغه بریا د دې ښکارندوی ده چې د ترکیې ولس د هغه د نه ستړې کېدونکی کار او بهرنۍ خپلواکه تګلاره ستایي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم اردوغان ته د بریا مبارکي ورکړې او په یوه ټویټ کې یې ویلي چې له نوموړي سره ګډ کار کولو ته سترګې په لاره دی.

مکرون ویلي، فرانسه او ترکیه له ګډو ننګونو سره مخامخ دي.

هغه اروپا کې د سولې ټینګښت، د یورو اتلانتیک اتحاد راتلونکې او د مدیترانې سمندر د دواړو هېوادونو په وړاندې سترې ننګونې وبللې.

د مبارکیو په ترڅ کې د اروپایي ټولنې د شورا مشر چارلز میشل هم اردوغان ته مبارکي ورکړې او له هغه سره یې په راتلونکو کلونو کې د اروپایي ټولنې او ترکیې ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره د همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

XS
SM
MD
LG