د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

د ترکيې ولسمشريزې ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې


د ترکیې ولسمشريزو ټاکنو نوماندان
د ترکیې ولسمشريزو ټاکنو نوماندان

د ترکیې د ټاکنو کمېسیون د ماسپښین په شاوخوا درې نیمو بجو اعلان وکړ چې، هیڅ یوه نوماند پنځوس جمع یو فیصد نه‌دي پوره کړي.

د کمېسیون مشر احمد یینر ( Ahmet Yener ) خبریالانو ته وویل، شاوخوا ۳۵ زره رایې لا هم نه‌دي شمېرل شوي، خو په خبره یې هغه برخه‌لیک ټاکونکې نه‌دي.

د دغه کمېسیون د اعلان له مخې اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان ۴۹ اعشاریه پنځه او سیال یې کمال کلیچدار اوغلو ۴۴ اعشاریه نهه فیصده رایې خپلې کړي دي.

رجب طیب اردوغان
رجب طیب اردوغان

ولسمشریزو ټاکنو ته دوه نور نوماندان سنان اوغان او محرم انجه هم ولاړ وو چې اوغان څه باندې پنځه او انجه نږدې یو فیصد رایې خپلې کړي دي.

اوس به دویم پړاو سیالۍ د دوو اصلي نوماندانو رجب طیب اردوغان او کمال کلیچدار اوغلو ترمنځ کېږي.

اردوغان له تېرو دو لسیزو راهیسې د ترکیې ولسمشر او صدر اعظم په توګه کار کړی، خو سیال یې کمال کلیچدار اوغلو د شپږو سیاسي مخالفو ګوندونو د یوه ایتلاف مشر دی.

دغو ټاکنو کې د ترکیې د څه باندې ۶۴ ميلیونه رایه ورکونکو له ډلې نږدې ۸۹ فیصدو یې ګډون کړی دی.

په ترکیه کې په هرو پنځو کلونو کې پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې په یوه ورځ تر سره کېږي چې سږ کال دا انتخابات د می میاشتې په څوارلسمه وشول.

بل لورته د پارلماني ټاکنو پایلې ښيي چې د رجب طیب اردوغان عدالت او پرمختګ ګوند اکثریت څوکۍ ترلاسه کړي دي.

رویټرز اژانس لیکلي چې د اردوغان پلوي نوماندانو د پارلمان د ۶۰۰ څوکیو له ډلې ۳۲۱ ګټلي دي.

دواړو مخکښو کاندیدانو نن پلویانو ته خبرې هم کړي دي.

کمال کليچدار اوغلو
کمال کليچدار اوغلو

رجب طیب اردغان ویلي، دی له خپل سیاله شاوخوا ۲اعشاریه شپږ میلیونه رایې مخکې دی او بریا ته نږدې دی.

سیال یې کمال کلیچدار اوغلو هم خپلو پلویانو ته وینا کړې او ویلې یې دي، د دویم پړاو ټاکنو هرکلی کوي.

XS
SM
MD
LG