د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د پاکستان دفاع وزیر: د عمران خان پر ګوند د بندیز په تړاو خبرې روانې دي


د پاکستان مخکینی صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان
د پاکستان مخکینی صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وایي، حکومت یې پر دې غور کوي چې د مخکیني صدراعظم عمران خان پر ګوند، تحریک انصاف بندیز ولګوي.

خواجه اصف د تحریک انصاف ګوند غړي تورن کړي چې د دولت پر تاسیساتو یې بریدونه کړي چې له دې سره په دغه اټومي هېواد کې سیاسي کړکېچ نور هم پسې ژور شي.

عمران خان بیا پرون ناوخته په یوه ویډیو پیغام کې له خپلې دې غوښتنې په شا شو چې وار له مخه انتخابات دې وشي.

ده وویل چې یوه کمېټه به جوړه کړي چې له حکومت او پوځ سره خبرې وکړي او دا سیاسي بحران پای ته ورسوي.

عمران خان په ورته وخت کې پر سترې محکمې غږ وکړ چې پاکستان وژغوري.

نوموړي ويلي: "د سترې محکمې محترمو قاضیانو ملت تاسو ته سترګې په لاره دی، ستاسو یووالی د دې ملت لپاره ډېر مهم دی. دا ستاسو دنده ده چې د هېواد د ډیموکراسۍ لپاره ودرېږئ، دا ستاسو لپاره مهمه ده چې دا هېواد وژغورئ چې یو مخ د ځنګل قانون په‌کې حاکم دی او دا هېواد د نابودۍ په لور درومي."

که چېرته د عمران خان د تحریک انصاف ګوند له کمېټې سره د خبرو لپاره صدراعظم شهباز شریف موافقه وکړه نو د اسوشېټېډپرېس اژانس په باور ممکن په پاکستان کې روان سیاسي کړکېچ لږ راکم شي.

عمران خان تېر کال د شهباز شریف په مشرۍ د اپوزسیون ګوندونو د ایتلاف له لوري له صدارته لرې شو او پارلمان د نه باور رایه ورکړه.

دی وایي چې شریف او د پاکستان پوځ لاس یو کړ او له ده څخه یې واک واخیست، دا ادعا پوځ او ښاغلی شریف رد کړې ده.

د عمران خان تر نیولو وروسته د ده پلویانو مظاهرې وکړې او له امنیتي ځواکونو سره یې نښتې وکړې.
د عمران خان تر نیولو وروسته د ده پلویانو مظاهرې وکړې او له امنیتي ځواکونو سره یې نښتې وکړې.

د روانې میاشتې په پیل کې عمران خان وروسته تر دې د لنډ وخت لپاره ونیول شو چې ده د آی ایس آی یو جنرال تورن کړ چې د ده د وژلو نیت لري.

د عمران خان تر نیولو وروسته د ده پلویانو مظاهرې وکړې او له امنیتي ځواکونو سره یې نښتې وکړې.

د دې ګډوډیو پر مهال یو شمېر پوځي تاسیسات په نښه شول او ځیني دولتي ودانۍ وسوځېدې، عمران خان وایي چې د دولتي او پوځي تاسیساتو په ویجاړېدو او سوځېدو کې د ده د ګوند غړي لاس نه‌لري.

د‌ پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف پرون په استانبول کې وویل، تر دې دمه د تحریک انصاف پر ګوند د بندیز پرېکړه نه‌ده شوې، خو پر دې مسئلې خبرې روانې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG