د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

پاکستان کې تاوتریخجن اعتراضونه؛ د ځینو افغانانو بحثونه او تبصرې


په پاکستان کې د روانو اعتراضونو یو انځور
په پاکستان کې د روانو اعتراضونو یو انځور

که په پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې د تاوتریخوالي ډک اعتراضونه تاوده وو، نو په ټولنیزو رسنیو کې د دې ګاونډي هېواد پر روان وضعیت د افغانانو بحثونه او تبصرې هم ګرمې وې.

ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې په خپلو تبصرو او لیکنو کې د پاکستان وروستي حالات او پر دولتي او نظامي ادارو د اعتراض کوونکو بریدونه د خپل هېواد د څو لسیزو له وضعیت سره مقایسه کړي او ځینو دا د پاکستان لپاره د افغانستان د اوږدې کورنۍ جګړې منفي پایلې بللې دي.

د ټویټر افغان کارونکي پامیر شنصب په پاکستان کې د یوې اور لګېدنې له تصویر سره د رحمان بابا یو شعر لیکلی او ویلې یې دي: "اسلام اباد د کابل ازار وهلی دی."

په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند رحمت الله اندړ بیا پر خپلې ټویټرپاڼه په ورته توګه پاکستان کې د بلواګانو تصویرونه خپاره کوي او لیکلي یې دي چې: "پردی غم له واورې سوړ وي."

د کابل پوهنتون پخواني استاد محبوب شاه محبوب هم پر ټویټر د پاکستان د وروستیو ویجاړونکو بلواګانو یو تصویر خپور کړی او ورسره یې پاکستان تورن کړی چې: "څو ځلي یې افغانستان وران کړ."

د خواله رسنیو کارونکی او افغان خبریال سعید شینواری چې اوس له هېواده بهر ژوند کوي وايي، په پاکستان کې ګډوډیو ته د افغانانو د دا ډول غبرګونونو علت دا دی چې د ده په وینا ګڼ افغانان د خپل هېواد ډېر بدمرغي په افغانستان کې د پاکستان پرله‌پسې لاسوهنې پورې تړي.

نوموړي ليکلي: "افغانان په دې باور لري چې د ۵۰ کلونو راهیسې پاکستان مستقیمه د افغانستان په چارو اغېز درلوده او د افغانستان په سر سواد کې د پاکستان لومړی لاس و په تېره بیا د عمران خان حکومت چې د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت بدل شوی و او د دې هېواد د هغه وخت حاکمانو په نړیواله کچه د طالبانو لپاره لابي کوله او هغه وضعیت چې افغانستان ته راغلی حتی خپله پاکستانیان په دې باور دي چې دوی دا وضعیت په افغانستان کې راوستی دی."

په لاهور کې د روانو اعتراضونو یوه صحنه
په لاهور کې د روانو اعتراضونو یوه صحنه

د یادونې ده چې پاکستاني چارواکو تل په افغانستان کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي.

د کندهار یو اوسېدونکی په پاکستان روان حالات د افغانستان د حالاتو پایله ګڼي، خو د هغه په باور افغانان باید دې لاریونونو ته خوشاله نه شي.

د کندهار دا اوسېدونکی وایي: "په پاکستان کې روان لاریونونه که څه هم په تاوتریخوالی اوښتي، خو دومره هم نه دي څومره چې افغانان ورته خوشاله دي، ځکه هغه خلک د افغانان په شان بې تدبیره کار نه کوي، لکه څنګه چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د خپلو نظامونو او حکومتونو سره کړی دی، هر ځلې افغانانو له صفر څخه پیل کړی دی او زه باور لرم چې په پاکستان کې به داسې ونه شي."

یو شمېر نور افغانان بیا په دې نظر دي چې په پاکستان کې روان وضعیت د افغانانو په ګټه نه دی، ځکه افغانستان له خپل دې ګاونډي سره ډېره راکړه ورکړه لري چې په پاکستان کې ګډوډي هر څه متاثره کولی شي.

د ارزګان اوسېدونکی سمیع الله وايي: "په پاکستان کې روان وضعیت د افغانستان او د سیمې هېوادونو پر امنیت او ثبات د پام وړ اغېز درلودرلی شي، پر افغانستان به یې اغېز ځکه زیات وي چې له دې هېواد سره زموږ صادرات او واردات د نورو سمیه ییزو هېوادونو پرتله ډېر دي."

په پاکستان مېشت هغه افغانان چې واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته دې هېواد ته کډه شوی وايي، په پاکستان کې روانو ګډوډیو د افغانانو ستونزې دوه چنده کړې.

له دې کډوالو څخه د لیدا په نوم یوې ازادي راډیو ته وویل: "په پاکستان کې روانو ګډوډیو دلته په مېشتو افغانانو ناوړه اغېز کړی دی، د روحیې ستونزو سربېره، اقتصادي ستونزې لري، میاشتې کېږي چې دلته په تمه دي، د زیاترو يې ویزې خلاصې دي او زیاتره يې دا وېره لري چې دوی به ونه شي کولی چې په پاکستان کې په ارامه ژوند وکړي."

په پاکستان کې له تاوتریخوالي سره مله اعتراضونه او ګډوډۍ وروسته له هغې پیل شوې چې د سې‌شنبې په ورځ د پاکستان مخکیني صدراعظم عمران د فساد په تورونو ونیول شو.

د عمران له نیولو وروسته یې پلویانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې په لاریونونو او بلواګانو لاس پورې کړ چې د اسلام اباد په ګډون یې په بېلابېلو ښارونو کې ځینې دولتي ودانۍ او عامه شتمنۍ ویجاړې کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG