د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

افغانستان کې د ډینګي تبې زیاتوالی؛ څنګه یې مخنیوی کېدای شي؟


ډینګه تبه، یا ژوره تبه یو ډول ویروسي ناروغي ده چې په ویروس ککړو ماشو په واسطه د انسانو ترمنځ تر ډېره په تودو او نیمه تودو سیمو کې خپرېږي.
ډینګه تبه، یا ژوره تبه یو ډول ویروسي ناروغي ده چې په ویروس ککړو ماشو په واسطه د انسانو ترمنځ تر ډېره په تودو او نیمه تودو سیمو کې خپرېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبر داری ورکوي چې په افغانستان کې د ورښتونو له پیل سره به په دغه هېواد کې ډینګې تبه لا ډېره او پراخه شي.

په افغانستان کې د دی سازمان دفتر د یکشنبې په ورځ په یو لړ ټویټونو کې ولیکل چې د ۶۵ ښځینه کارکوونکو په ګډون، د دریو ورځو لپاره یې د کونړ، لغمان، نورستان او ننګرهار ولایتونو د ۱۸ روغتونونو او ۲۵۰ روغتیایي مرکزونو ۳۰۰ ډاکټران، نرسان او د لابراتوار تکنېشنان وروزل.

ډینګه تبه، یا ژوره تبه یو ډول ویروسي ناروغي ده چې په ویروس ککړو ماشو په واسطه د انسانو ترمنځ تر ډېره په تودو او نیمه تودو سیمو کې خپرېږي.

په ډینګې تبې ډېری اخته کسان نښې نښانې نه‌لري، خو په ځینو انسانانو کې د دغې تبې نښې نښانې لوړه تبه، سر درد او ځان درد وي او جلدي ستونزې ورته پیدا کېږي.

په دې تبې ډېری اخته کسان له یوې تر دوو ورځو ښه کېږي، خو په ځینو کسانو کې بیا دا تبه شدیده وي او اړتیا لیدل کېږي چې په روغتون کې بستري شي او ان په ځینو مواردو کې دا تبه د انسانانو د مرګ لامل هم کېږي.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په پېښور ښار کې افغان کډوال علامه صدیقي، چې ډینګه تبه یې تېره کړې ازادي راډیو سره یې په خبرو کې وویل: "کله چې زه ډینګې وچیچلم نو اول کې زما طبعیت ډېر خرابه و، سختې تبې ونیولم، بیا مې ملا ډېر سخت درد شروع کړو او بیا مې پښو درد کولو، سر مې هم ګرځېدو راباندې او زړه مې خرابېدو، د څه‌شي په خوند نه پوهېدم."

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د ډینګې تبې د درملنې لپاره کومه ځانګړې روغتیایي لاره چاره نه‌شته، خو روغتیایي اسانتیاو ته لاسرسی تر ډېره کولی شي دا تبه کنټرول کړي.

ارشیف: د افغانستان تر څنګ په پاکستان کې هم ډینګي تبه زیاته شوې او هلته افغانان هم په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
ارشیف: د افغانستان تر څنګ په پاکستان کې هم ډینګي تبه زیاته شوې او هلته افغانان هم په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

خو څنګه په ډینګې تبې د اخته کېدو مخه ونیسو؟

د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر جواد نورزي په دی اړه ازادي راډیو ته وویل: "د مخنیوي لار یې یوازې د ماشي د چیچلو مخنیوی دی، داسې چې له پشه‌خانو استفاده وشي او د ماشو ضد مرهمونو باندې ځان غوړ شي، په ځانګړې توګه په تودو سیمو کې باید د ماشو ضد دوا وپاشل شي، باید ډېر مایعات او ویټامین سي وخوړل شي او خپله روحیه اوچته وساتو، دا لاری چارې ګټورې دي."

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په روان کال کې په ډینګې تبې د اخته کسانو د شمېر په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه‌کړ.

وړاندې له دې د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی وو چې تېر کال یوازې په ننګرهار ولایت کې ۶۴ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي وو.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د نړۍ نیمایي خلک پر ډینګې تبې د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي او د اټکل له مخې هر کال له سل زرو، تر څلور سوه زره کسانو ته دا ویروس انتقالېږي.

XS
SM
MD
LG