د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

ځایي مسؤلین: په خېبر پښتونخوا کې د "ډینګي" تبې ۵۰ تنه وژلي


د پېښور په ګډون د خېبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې لا هم د ډینګي تبه خپره ده او د روغتیا د صوبایي ادارې په وینا، په خېبر پښتونخوا کې له تېرې نږدې یوې نیمې میاشتې راهیسې د دغې مرګوني تبې له امله، د مړو شمېر ۵۰ تنو ته رسېدلی دی.

د یادې ادارې له‌خوا ازادي راډیو ته په ورکړل شویو معلوماتو کې راغلي چې د مړو شمېر د یکشنبې په ورځ هغه وخت ۵۰ ته ورسېد چې د پېښور په ځینو روغتونونو کې ۲ نورو ناروغانو د همدې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

د صحت اداره زیاتوي:

"د یکشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو روغتونونو کې په ۱۳۷۰ ناروغانو کې د ډینګي تبې ټسټونه وشول چې له دې ډلې څخه په ۳۵۰ کسانو کې د یادې ناروغۍ پخلی وشو، په دغو ناروغانو کې یوازې د ۱۱۲ کسانو حالت داسې و چې د درمنلې لپاره په روغتون کې داخل کړی شول."

د یادې ادارې د ډینګي د مخنیوي څانګې د معلوماتو له مخې، دا مهال د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو روغتونونو کې نږدې ۳۵۵ کسان چې په دغې ناروغۍ اخته دي، تر درملنې لاندې دي چې د ډېرو روغتیايي وضعیت ډاډمن بولي.

د ډاکترانو په وینا، ډینګي یوه خطرناکه تبه ده چې د یوه ځانګړي ماشي د چیچلو له امله رامنځته کېږي او که د ناروغ پر وخت درملنه ونه‌شي، نو له خولې او پوزې یې د وینې بهېدل پیلېږي او ناروغ د مرګ کومي ته رسوي.

که څه هم په لومړي سر کې د ډينګي وايروس تر ټولو زيات کسان د پېښور په تهکال سيمه کې اغېزمن کړي وو، خو بیا وروسته دغه وایروس د پېښور او ان د خېبر پښتونخوا نورو ښارونو کې هم خپور شو او ګڼ شمېر خلک‌یې اغېزمن کړل.

له بلې‌خوا د خېبر پښتونخوا حکومت د پېښور په بېلابېلو سیمو کې هره ورځ د ماشو ضد دوا پاشي او په ولس کې یې د ډينګي ناروغۍ په اړه، د عامه پوهاوي لپاره کمپاين هم روان کړی دی.

دا لومړی ځل دی چې په خېبر پښتونخوا کې ډینګي تبې سر راپورته کړی، لسګونه کسان‌یې وژلي، زرګونه نور یې اغېزمن کړي او په خلکو کې یې وېره خپره کړې ده.

د یادونې وړ ده چې تر خېبر پښتونخوا مخکې دغه ناروغي، تېر کال په پنجاب کې خپره شوې وه چې لسګونه کسان‌یې وژلي او زرګونه نور یې اغېږمن کړي وو.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG