د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

د ښوونیزو بنسټونو د بندېدو دوام؛ د وردګو اوسېدونکي د نجونو لپاره مدرسه جوړوي


د افغانستان په عمومي نقشه کې د میدان وردګ ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د میدان وردګ ولایت موقعیت

د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، غواړي لورګانې او خويندې يې ليک‌لوست زده‌کړي.

دوی وايي، د کلي خلکو په شخصي لګښت د يوې مدرسې د جوړولو تکل کړی دی.

د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکي داسې مهال د نجونو لپاره د مدرسې جوړلو ګامونه پورته کوي چې طالبانو له څه باندې ۶۰۰ ورځو راهیسې په افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي او له تېر دسمبر راهيسې يې نجونې له پوهنتونو هم منع کړي دي.

نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:32 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG