د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان ونیول شو


د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان
د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان

د پاکستان مخکینی صدراعظم نیول شوی او تمه ده چې نن به د فساد ضد یوې محکمې ته حاضر شي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند چارواکي وايي، د دې ګوند مشر او مخکینی صدراعظم عمران خان د پنجاب ایالت په جیلم ولسوالۍ کې د القادر پوهنتون د بسپنې د پروژې د فساد په قضیه کې د لاس لرلو په تور د پلازمېنې اسلام‌اباد په یوه محکمه کې نیول شوی دی.

د دې پوهنتون بنسټ عمران خان، د ده مېرمنې بشری بي بي او د ده دوو نږدې همکارانو ذوالفقار بخاري او بابر اعوان ایښی او د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې دوی هم په دې قضیه کې چې په نتیجه کې یې د چارواکو په وینا د پاکستان خزانې ته د ۱۹۰ میلیون انګلیسي پونډو تاوان اوښتی تورن دي.

خان له دې پرته په لسګونه نورو قضیو کې هم په لاس لرل تورن دی.

د عمران خان تحریک انصاف ګوند له خپلو پلویانو غوښتي چې لارو کوڅو ته د اعتراضونو لپاره راووځي، خو پولیسو خبرداری ورکړی چې له څلورو د زیاتو کسانو پر راټولېدو بندیز به په کلکه عملي شي.

تر اوسه معلومه نه‌ده چې عمران خان د اسلام‌اباد محکمې ته بېول شوی او که بل ځای ته لېږدول شوی.

د اسلام‌اباد پولیسو پر خپل ټویټر لیکلي دي چې عمران خان د فساد په یوه قضیه کې نیول شوی دی.

د تحریک انصاف یوه جګپوړي چارواکي فواد چودري وویل، عمران خان د فساد ضد ادارې یا د احتساب د ملي ادارې د مامورینو له‌خوا د محکمې په انګړ کې ونیول شو.

رسنیو د عمران خان تصویرونه په داسې حال کې چې امنیتي کسان یې د یوه زغره‌وال موټر خواته کشوي خپاره کړل.
رسنیو د عمران خان تصویرونه په داسې حال کې چې امنیتي کسان یې د یوه زغره‌وال موټر خواته کشوي خپاره کړل.

چودري وویل چې مامورینو نوموړی د محکمې له انګړ څخه د پولیسو په یوه موټر کې وایست او زیاته یې کړه، مخکینی صدراعظم اوسمهال د پولیسو په توقیف کې دی.

چودري د عمران خان نیول وغندل او دا یې انسان تښتونه وبلله.

رسنیو د عمران خان تصویرونه په داسې حال کې چې امنیتي کسان یې د یوه زغره‌وال موټر خواته کشوي خپاره کړل.

په ویډیويي تصاویرو کې د محکمې مخې ته د ګډ وډۍ هغه صحنې هم ښکاري چې د عمران خان سلګونه پلویان له امنیتي ځواکونو سره د نښتې په حال کې ښيي.

تحریک انصاف ګوند سمدستي د دې اقدام پر وړاندې سترې محکمې ته شکایت کړی او د عمران خان د نیولو او پر هغه د تورونو په اړه یې له پولیسو څخه وضاحت غوښتی دی.

د احتساب د ملي ادارې چارواکو وویل، د خان د نیولو حکم یې تېره اوونۍ د دې ادارې له‌خوا د فساد په یوه نوې قضیه کې ورکړی او په دې قضیه کې د هغه ضمانت نه‌دی شوی.

د دې ادارې چارواکو ویلي چې عمران خان به نن د ورځې په اوږدو کې د فساد ضد ځانګړې محکمې ته حاضر شي.

مخکینی صدراعظم یوه ورځ وروسته له هغه ونیول شو چې د پاکستان ځواکمن پوځ ده ته د بې‌بنسټه تورونو د لګولو له کبله خبرداری ورکړ.

عمران خان ادعا کوله چې د پوځ یوه لوی چارواکي د ده د وژلو دسیسه جوړه کړې وه.

خان د تېرکال په اپریل میاشت کې، په پارلمان کې د عدم اعتماد د رایې په پایله کې له دندې ګوښه شو، خو دی ادعا کوي چې د ده لیرې کېدل غیرقانوني وو او د لوېدیځ د دسیسو نتیجه وه.

عمران خان له همغه راهیسې د خپل ځای ناستي شهباز شریف پر ضد کمپاین پیل کړی او په دې ترڅ کې یې له وخته مخکې انتخابات غوښتي دي.

XS
SM
MD
LG