د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

طالبان: له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړو لپاره شرایط مساعد نه‌دي


ارشیف: نجونې زده کوونکې
ارشیف: نجونې زده کوونکې

څه د پاسه ۶۰۰ ورځې وشوې چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځیو دروازې بندې دي، خو طالبان یې لا هم د پرانیستلو لپاره د مناسبو شرایطو په لټه کې دي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې سرپرست وزیر سید حبیب الله اغا وايي، د ښوونځیو د پرانیستلو لپاره مناسبو شرایطو ته اړتیا ده.

نوموړي پنجشېر ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې رسنیو ته ویلي: "اوسمهال شرايط مساعد نه‌دي، کله چې شرايط مساعد شي، د شريعت له احکامو سره سم به د ملت په همکارۍ او د علماو په ګډون دغه مسله حل شي."

د ښاغلي حبیب الله اغا دغه څرګندونې له یو شمېر غبرګونونو سره مخامخ شوې دي.

د ښوونځي د یوولسم ټولګي یوې زده‌کوونکې حسنا ازادي راډیو ته وویل، طالبان د نجونو د زده‌کړو مخالف دي او دې کار نجونې له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړي دي.

دا زده‌کوونکې وايي: "له پیله طالبانو نه غوښتل چې ښوونځي دې پرانیستل شي او نجونې دې زده‌کړې وکړي. هغوی چې وايي دوی لا چمتو نه‌دي نو دوی خو له اوله هم چمتو نه وو. دوی ښوونځي ته د نجونو د تګ او زده کړې مخالف دي. ۶۰۰ ورځې کېږي چې په کور کې یو، د ښوونځي دروازې بندې دي، په دې ۶۰۰ ورځو کې مو ډېر څه زده کړل، پوهنتون ته لاړو، یو سمستر هم پای ته ورسېد، نه پوهېږم د دوی پرېکړه به څه وي او څه به زموږ برخلیک وي."

په کابل کې د زرغونې عالي لېسه. څه د پاسه ۶۰۰ ورځې وشوې چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځیو دروازې بندې دي.
په کابل کې د زرغونې عالي لېسه. څه د پاسه ۶۰۰ ورځې وشوې چې په افغانستان کې د نجونو پر مخ له شپږمو ټولګیو پورته د ښوونځیو دروازې بندې دي.

بل‌خوا د ښځو د حقونو فعالان په دې باور دي، تر څو طالبان په واک کې وي نجونو ته به د زده‌کړو اجازه ورنه‌کړي.

له دغو فعالانو څخه یوې راضیې بارکزۍ ازادي راډيو ته وویل، د طالبانو د حکومت د پوهنې د سرپرست وزیر دا څرګندونې د خلکو په سترګو کې خاورې اچول دي.

اغلې بارکزۍ وايي: "طالبان هڅه کوي چې په دې کار سره د خلکو په سترګو کې خاورې واچوي. نړیوالې ټولنې ته بهانې وړاندې کوي، په پنځو کلونو کې د دوی پخواني حکومت هم د نجونو لپاره ښوونځي وتړل، د طالبانو اصلي تضاد د بشري ټولنې پوهاوی او پرمختګ دی. تر څو چې د طالبانو واک وي، د طالبانو تر وروستۍ ساه پورې نو په افغانستان کې به د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې تړلې وي."

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.
د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر ډسمبر په وروستیو کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې دوهم ځل واک ته ورسېدل، نو لومړی یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره ښوونځي وتړل او د نورو محدودیتونو تر څنګ یې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې هم پوهنتونونو ته د نجونو تګ منع کړ.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د مې په اوومه نېټه په اسلام اباد کې د ستراتېژیکو مطالعاتو په مرکز کې په یوه غونډه کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت د تل لپاره د نجونو او ښځو پر زده‌کړو بندیز نه‌دی لګولی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په اسلام اباد کې د وینا پر مهال
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په اسلام اباد کې د وینا پر مهال

که څه هم طالبانو تل ویلي چې د ښوونځیو د بیا پرانيستلو او د نجونو د تګ لپاره د اسلامي اصولو او شریعت پر بنسټ د یوې نوې کړنلارې د جوړولو په اړه د خپل مشر د حکم په تمه دي، خو شاوخوا ۶۰۰ ورځې تېرې شوې، خو لا هم له لوري کوم حکم نه‌دی راغلی.

په دې اړه د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده هم څه نه‌دي ویلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG