د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

جي۷ ډلې د اوکراین غلو دانو د صادراتو د اړوند موافقې تطبیق وغوښت


تور سمندرګی
تور سمندرګی

د نړۍ د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو یا جي۷ ډلې د کرنې وزیرانو د یکشنبې په ورځ د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلو دانو د صادراتو د موافقې د بشپړ تطبیق او د هغې د غځېدو غوښتنه وکړه.

د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلو دانو د صادراتو موافقه د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب د تېر کال په جون میاشت کې په استانبول کې لاسلیک شوې چې له مخې یې اوکراین ته اجازه ورکول کېږي چې د تور سمندرګي له څو بندرونو څه باندې ۲۷ میلیون ټنه غلې بهر ته صادرې کړي.

خو روسیې چې د دغې موافقې یوه لاسلیک کونکې ده، په دې وروستیو کې ویلي چې اجازه به ورنه کړي چې دغه موافقه د مې له اتلسمې وروسته وغځول شي.

روسیې چې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراین له یرغل وروسته یې په تور سمندرګي کې د دې هېواد پر بندرونو کنټرول ټینګ کړی، ویلي چې د خپلو غلو او د کیمیاوي سرې د صادرولو لپاره یې غوښتنې نه دي پوره شوي.

په هغې اعلامیه کې چې د جي۷ ډلې د کرنې وزیرانو د جاپان په میازاکي کې د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې خپره کړې، د دغې موافقې پر اهمیت ټینګار شوی او ویلي یې دي چې دوی د هغې د غځېدو، د بشپړ تطبیق او پراخېدو ملاتړ کوي.

په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې د جي۷ ډلې غړي، د روسیې له خوا له خوړو د بې ثباتۍ او د خپلو جیوپولیتکو اهدافو لپاره د یوې وسلې په توګه کار اخیستل غندي او له زیانګالو خلکو سره د خپل پیوستون او ملاتړ پر ژمنې ولاړ دي.

د اوو پرمختللو صنعتي هېوادونو د کرنې وزیرانو ویلي چې دوی چمتو دي چې له کرنیزو ځمکو د ماینونو د لرې کولو او د کرڼې د بنسټیزو تاسیاستو په شمول به د اوکراین په رغونه کې ونډه واخلي.

ټاکل شوې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلو د صادراتو د موافقې په اړه روانه اونۍ د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټېرېش سره په نیویارک کې خبرې وکړي.

له جګړې مخکې روسیه او اکراین د نړۍ د غنمو ستر صادرونکي وو.

د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلو د صادراتو موافقه چې ټاکل شوې وه ۱۲۰ ورځې تمدیدشي، په تېره مارچ میاشت کې د ۶۰ ورځو لپاره تمدید شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG