د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۶

انتوني بلينکن د 'جي ۲۰ ډلې' غونډه کې د ګډون په موخه اندونيزيا ته روان شو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د( جي ۲۰) ډلې په غونډه کې د ګډون په هدف نن د اندونیزیا بالي ښار ته سفر کوي.

نوموړی به د غونډې له ګډونوالو وغواړي چې پر روسیې د دې لپاره فشار راوړي چې د تړل شویو سمندري کرښو د خلاصون لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو ملاتړ وکړي.

دا غونډه د جولای په ۷مه او ۸مه نېټه د اندونیزیا په بالي ښار کې جوړیږي او د ټولو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو استازي په‌کې ګډون کوي.

بلینکن به د غونډې له ګډونوالو وغواړي چې پر روسیې د دې لپاره فشار راوړي چې د سمندري لارو د بېرته پرانيستو لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو ملاتړ وکړي.

جي شل هېوادونو استازي
جي شل هېوادونو استازي

دا لارې پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله تړل شوي چې ورسره سوداګریزه راکړه ورکړه ټکنۍ او په اروپا او نوره سیمه کې یې د خوراکي توکو او تېلو بیې لوړې کړي دي.

د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال رامین طلوعي رسنیو ته ویلي، بلینکن به دې سفر کې د انرژۍ د خوندیتوب پر لارو چارو او د ملګرو ملتونو پر هغه نوښت هم خبرې وکړي چې غواړي بیا د اوکراین او روسیې خوراکي توکي او کیمیاوي سره د نړۍ بازارونو ته لار پیدا کړي.

اوکراین روسیه تورنه کړې چې پر دغه هېواد یې د یرغل په اوږدو کې د دوی غله دانه پټه کړې او بندرونه یې د دې لپاره تړلي چې د اوکراین غله بهر ته صادره نه‌شي.

اوکرایني چارواکو څو ورځې وړاندې ویلي و، له ملګرو ملتونو او ترکیې سره خبرې کوي چې د غلو صادرات یې تضمین کړي.

روسیې بیا د اوکراین د غلې دانې قبضه کول رد کړي دي.

په ختیځه اسیا کې د امریکا یوه لوړپوړي ډيپلومات دانیل کریتنبرک ویلي، ټاکل شوې انتوني بلینکن له خپل چینایي سیال وانګ یي سره د اوکراین په اړه صادقانه خبرې وکړي.

چین هغه هېواد دی چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له غندنې یې ډډه او پر روسیې یې د لګول شويو بندیزونو مخالفت کړی دی.

امریکایي چارواکو خبرداری هم ورکړی چې د چین دا ډول تګلاره ممکن د اوکراین په جګړه کې د روسیې د مادي ملاتړ پيل ته لاره هواره کړي.

داسې تمه نه کېږي چې بلینکن دې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره وګوري.

لاوروف او بلینکن د تېرې فبرورۍ میاشتې له وروستیو چې روسیې پر اوکراین بریدونه پيل کړي، تراوسه نه دي سره کتلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس ویلي، اوس هم د دغو دو وزیرانو د لیدو کتو لپاره وخت نه دی مناسب، خو ده یې غونډه کې د مخامخېدو احتمال رد نه کړ.

XS
SM
MD
LG