د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

اقتصادي کړکېچ او بې کاري؛ ځینې کسبګر او وزګار افغانان د کار له نشتوالي شکایت کوي


ارشیف: په هرات کې پر یوه سړک د کار په تمه یو شمېر کارګران
ارشیف: په هرات کې پر یوه سړک د کار په تمه یو شمېر کارګران

یو شمېر کسبګر او وزګار افغانان د کار له نشتوالي او ناسم اقتصاد شکایت کوي.

محمد شعیب د کابل اوسېدونکی او رنګمال دی.

هغه چې د شپږ کسیزې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، وایي، په دې ورځو کې یې کاروبار ښه نه دی.

محمد شعیب وايي، که څه هم د اختر ورځې نږدې دي، خو د رنګمالۍ کاروبار پیکه دی او خلک د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو کورونو د رنګولو توان نه لري.

هغه زیاتوي: "یو وخت به خلکو اختر ته نږدې خپل کورونه رنګول، خو اوس دا خبرې نه شته، کارو بار هم هېڅ درک نه لري. په تېرو کلونو کې به ما په درېیو څلورو ورځو کې ۱۰ زره افغانۍ پیدا کولې، خو اوس د ۱۵۰۰ افغانیو کار هم نه کوم."

د خوست ولایت اوسېدونکی ګلزار خان هم ورته کیسه لري.

ارشیف: په خوست کې هم وزګاره خلک د کار له نشتوالي سرټکوي.
ارشیف: په خوست کې هم وزګاره خلک د کار له نشتوالي سرټکوي.

دی چې د ۱۴ کسیزې کورنۍ مشر دی او ورځنۍ مزدوري کوي ازادي راډیو ته یې وویل: "پخوا چې موږ چوک ته د کار لپاره راتلو د سهار له اتو د مازدیګر تر څلورو پورې به مو کار کاوه او هره ورځ به مو ۳۰۰/ ۴۰۰ افغانۍ ګتلې، خو اوس هېڅ کار نه پیدا کېږي. څوک نه شته چې موږ د کار کولو لپاره بوځي. د اختر ورځې نږدې دي، خو هېڅ مو هم نه دي اخیستي."

په افغانستان کې د کارګرانو ملي ټولنه امکا هم وايي، کارګران له ښه اقتصادي وضعیته نه دي برخمن او د بې کارۍ کچه لوړه شوې ده.

د دغې ټولنې رییس معروف قادري ازادي راډیو ته په خبرو کې وویل: "په افغانستان کې د بې کارۍ هغه ارقام چې موږ د جمهوریت له وختو درلودل او نن هغه کسان چې د پخواني دولت مخالفین (طالبان) وو راغلل او دولت یې ونیوه، دا دوه ارقام سره یو ځای شوي او بې کاري یې لا ډېره کړه، دې ستونزې سره یوځای شوي او همدا دی چې وضعیت مخ په خرابېدو دی."

خو ده په افغانستان کې د وزګارو کسانو د شمېر په اړه څه ونه ویل.

قادري په افغانستان کې دننه د پانګونې کمېدو او بهر ته یې لېږد، د پوځي پرسونل وزګارتیا او په خصوصي برخو کې د ځینو تولیدي فابریکو بندېدل، په دغه هېواد کې د بې کارۍ او وزګارتیا د ډېرو عمده لامل وبلل.

د ازادي راډیو خبرایل هڅه وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح االله مجاهد نظر هم ولري، خو د راپور تر خپرېدو پورې پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونود همغږی دفتر اوچا په دې وروستیو کې ویلي وو چې د افغانستان ناسم اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی چې د خلکو ګټه وټه کمه او د بې کارۍ کچه لوړه شي.

دغه سازمان ویلي، په ټول افغانستان کې ۸۰ سلنه کورنۍ د عوایدو له کمښت سره مخ دي.

د اوچا د شمېرو پر بنسټ، اوسمهال په افغانستان کې ۲۸.۳ میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري چې له دې ډلې ۶ میلیون یې قحطۍ ته یو ګام نېږدې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG