د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

په بهرنيو هېوادونو کې افغانان څه ډول اختر نمانځي؟


د افغان کډوالو د خوښۍ يو جشن، انځور - ارشيف
د افغان کډوالو د خوښۍ يو جشن، انځور - ارشيف

د اختر ورځې او د هغې نمانځل، د خوښۍ او له ملګرو او خپلوانو سره د لیدو لپاره یو ښه فرصت دی، خو له افغانستانه بهر د افغانانو لپاره دغه ورځې توپیر لري.

په لوېدیځو هېوادونو کې اختر او نورې اسلامي مناسبتي ورځې رخصتي نه‌لري.

یو شمېر افغانان چې له خپل هېواده لیرې ژوند کوي وايي، پخوا به یې په افغانستان کې د اختر لپاره پراخ تیاری نیوه، خپلو خپلوانو کره به یې تګ راتګ کاوه چې دا هر څه اوس نه‌شي کولای.

ښایسته افضل چې له نږدې یو کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره کاناډا ته کډواله شوې وايي، خپلوان او ملګري یې ورسره نه‌شته او سږ کال یې د کوچني اختر نمانځلو ته چمتووالی هم نه‌دی نیولی.

ښایسته ازادي راډیو ته وویل: "اوس زموږ لپاره اختر نه‌شته، دلته پرته له خدایه نور څوک نه‌لرو، له افغانستانه هم تر اوسه زنګونه نه‌دي راغلي، موږ اختر نه‌دی نمانځلی، حتی د ډېرې جیګر خونۍ له امله مو کلچې هم نه‌دي اخیستي، هغه اختر چې موږ په افغانستان کې درلود، دیګ به مو پوخ کړ په چکر به لاړ، زموږ اختر وطن کې اختر و، خو اوس اختر نه‌لرو، څه وکړو."

افغانستان کې د اختر خوښۍ، انځور - ارشيف
افغانستان کې د اختر خوښۍ، انځور - ارشيف

ادريس بل هغه افغان ځوان چې اووه کاله وړاندې اسټراليا ته کډوال شوی، وايي د اختر په ورځو کې په کار کې بوخت وي.

د هغه په خبره، کله کله د اختر د مبارکۍ لپاره خپلو عزيزانو ته د ټلیفون کولو وخت هم نه‌لري.

ادريس وايي: "موږ په کار کې یو، موږ د هغو خلکو له ډلې یو چې په دې ورځو کې هم باید په کار کې و واسو، د اختر لمونځ ته هم وخت نه‌لرو، که وخت پیدا کړو اختر مو نمانځو. ملګرو کره ځو یا هغوی راځي یا موږ زنګ ور وهو، خو که وخت ونه‌لرو، نه‌شو کولای."

د اختر لمونځ ته هم وخت نه‌لرو، که وخت پیدا کړو اختر مو نمانځو.

خو یو شمېر افغانان چې له کلونو راهیسې په بهر کې مېشت دي وايي، تل له خپلو ملګرو او خپلوانو سره اختر نمانځي.

نادره میري چې له ۱۸ کلونو راهیسې په اتریش کې ژوند کوي وايي، له ډېرو کلونو راهیسې هغه د افغاني دود او دستور د ساتلو لپاره د اختر په څېر ځانګړې ورځې تل نمانځي او سږ کال یې هم د کوچني اختر په مناسبت له خپلې دندې رخصتي اخیستې.

مېرمن میري وايي، د اختر لپاره يې وچه مېوه او کلچې اخيستې دي او د بېلابېلو افغاني خوړو په چمتو کولو سره مېلمنو ته انتظار باسي.

نوموړې زیاتوي: "موږ تل له خپلو خپلوانو او ملګرو سره اختر، برات او نوروز نمانځو، که څه هم په اروپا کې دا ستونزمنه ده، ځکه موږ ټول کار کوو، که د اوونۍ په نیمایي کې اختر راشي، نو تل مو هڅه کړې چې رخصتي واخلو او خپلې خوشحالیانې ونمانځو."

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

حشمت الله صدیقي چې د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې ژوند کوي بیا وايي، د اختر د لمانځه لپاره جومات ته ځي.

ښاغلی صدیقي وايي، سره له دې چې له افغانستانه بهر ژوند کوي، خو تر دې دمه یې د افغانانو او مسلمانانو ځانګړي دودونه ساتلي دي.

د اختر په دویمه ورځ په جوماتونو او پارکونو کې بېلابېل پروګرامونه کېږي

نوموړی وايي: "په کالیفورنیا کې د افغانانو ټولنه په دې برخه کې منظم پروګرامونه لري، د اختر لمانځه ته ځي، سږ کال دلته د ټولو افغانانو لپاره ډېر یو ښه اختر دی او د اختر په دویمه ورځ په جوماتونو او پارکونو کې بېلابېل پروګرامونه کېږي. تفریحي سیمو ته افغانان ځي."

د یادولو وړ ده چې یو شمېر افغان کورنۍ د اختر په مناسبت له خپلو ملګرو سره لویو تفریحي پارکونو ته ځي او له دې لارې اختر نمانځي.

دغه راز يو شمېر يې د اختر په يوه ورځ په هغو ښارونو کې چې افغاني رستورانتونه دي په همدې رستورانتونو کې راټولېدل غوره بولي.

په ځینو اروپايي هیوادونو کې مسلمانو زده‌کوونکو ته د خپلو ښوونځیو له‌خوا د اختر د نمانځلو لپاره یوه ورځ رخصتي ورکول کېږي.

یو لوی شمېر افغانان د اختر په ورځو کې وچه مېوه، کیک او کولچه اخلي، بېلابېل افغاني خواړه تیاروي او د خپلو مېلمنو قدر کوي.

یو افغان چې د جرمني په هامبورګ ښار کې د افغاني خوراکي توکو پلورنځی لري وايي، چې د اختر په رارسېدو سره د افغانانو له‌خوا د وچو مېوو او کولچو پلور ډېر شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG