د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د روغتيا سازمان: روان کال کې به تر ۸۷۰زره ډېر افغان ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي


يو خوارځواک ماشوم، انځور - ارشيف
يو خوارځواک ماشوم، انځور - ارشيف

په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ وایي، ماشومان یې د شيدو او خوراکي توکو د نشتوالي له امله د خوارځواکۍ سره مخ دي.

یلدا چې د درېيو ماشومانو مور ده وایي، خپل شپږ میاشتني ماشوم ته د شيدو د چمتو کولو توان نه‌لري نو ځکه یې ماشوم خوارځواکی شوی دی.

"یوه وړکۍ لورکۍ مې ناروغه اوخوارځواکې ده،

نوموړې وايي: "یوه وړکۍ لورکۍ مې ناروغه اوخوارځواکې ده، زړه مې ورته ډېر نا ارامه دی، شپږ میاشتنۍ ده، خو پنځه کیلو وزن لري، ډاکتر ته مې ور وړې وه، ویل درملنه ورته پيلوه، یو قلم درمل یې راکړل، دا چې خلاص شي بیا به یې ډاکټر ته وړم."

په ورته وخت کې هغه پلار چې درې ماشومان لري او نه‌غواړي نوم یې راپور کې واخیستل شي وایي، دی نه‌دی توانېدلی چې خپل درې کلن ماشوم ته پوره خوراکي توکي چمتو کړي او اوس یې ماشوم په خوارځواکۍ اخته شوی.

کندهار کې په نجونو کې د خوارځواکۍ پېښې مخ پر ډېرېدو دي.
کندهار کې په نجونو کې د خوارځواکۍ پېښې مخ پر ډېرېدو دي.

نوموړی وايي: "یو زوی مې په خوارځواکۍ اخته دی، ډاکټر وایي خواړه ورته په سم وخت نه رسیږي، د خوراکي توکو له کموالي سره مخ دی. دا چې نه یم توانېدلی ورته سمه رسېدنه وکړم، په دې ناروغۍ اخته شوی، نور ماشومان مې هم ډنګر - ډنګر دي، خو ښه دي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د روغتيا نړیوال سازمان خبردارۍ ورکړی چې په روان میلادي کال کې به ۸۷۵ زره ماشومان په افغانستان کې له خوار ځواکۍ سره مخ شي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ په ټوېټر کې، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو نوې احتمالي شمېرې خپرې کړې.

دوه ورځې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو، په افغانستان کې هره ورځ ۱۶۸ نوي زېږېدلي ماشومان د داسې بېلابېلو ناروغیو له امله مري چې د درملنې وړ وي.

خو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت دغه ارقام نه‌دي تایید کړي.

یوه ورځ وړاندې د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ازادي راډيو ته پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د د روغتیا نړیوال سازمان له شمېرو کم وښودل او ويې ویل چې، په تېر میلادي کال کې یوازې ۵۰۰ زره ماشومان ثبت شوي چې په شدیدې خوارځواکۍ اخته وو.

خو څه موده وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د پنځو کلونو د کم‌عمره خوارځواکو ماشومانو شمېر ۴ میلیونه اټکل کړی و.

د راپورونو له مخې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو بیا واک ته رسېدل، له افغانستان سره د نړیوالو مرستندیو مؤسسو د مرستو کمښت او هم په ۲۰۲۲ کال کې د ښځو پر کار کولو له بندیز وروسته د نړیوالو مؤسسو د فعالیتونو ځنډېدل هغه عمده لاملونه دي چې په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر په۲۰۲۳ کال کې په بې‌ساري توګه زیات شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG