د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

منزه کاکړ: پاکستاني پوليس هغه افغان کډوال هم نيسي چې قانوني اسناد ولري


د پاکستاني پوليسو له‌خوا نيول شوي افغانان، ارشيف
د پاکستاني پوليسو له‌خوا نيول شوي افغانان، ارشيف

په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منزه کاکړ وایي، پاکستاني پولیس هغه افغان کډوال هم نیسي او بندیانوي یې چې قانوني اسناد ولري.

يوه ښځه چې نه‌غواړي نوم يې راپور کې واخيستل شي وایي، په افغانستان کې امنیتي ستونزو او اقتصادي کړکېچ دا او کورنۍ یې دې ته اړ کړل چې د ښې راتلونکې په هیله پاکستان ته ولاړ شي.

هغې وویل، د دوی موخه امریکا ته رسېدل دي، خو باید د خپل کیس د قانوني مراحلو د تېرلو په موخه څه موده پاکستان کې تېره کړي.

د چا خبر نه مني، نیول رانیول ډېر وي، د کډوالو حالت ډېر خراب دی."

نوموړې ازادي راډیو ته وویل، د پاکستاني پولیسو چلند د دوی سره د اندېښنې وړ دی.

دا مېرمن وايي: "فعلا زموږ ویزې تمدید دي، خو کله چې مې ماشومان یا د ژوند ملګری مې، پولیس په بازار کې یا ها پلو دا پلو وویني نو پوښتنه ترې کوي، دروي یي او هر څه چې ورته ووایو چې موږ ویزه لرو او تمدید ته مو ورکړې ده، د چا خبر نه مني، نیول رانیول ډېر وي، د کډوالو حالت ډېر خراب دی."

په پاکستان کې مېشت یو بل افغان هم چې نه‌غواړي نوم یې راپور کې خپور شي وایي، د کډوالۍ اسناد پاکستاني پولیسو ته بې ارزښته دي.

دا کډوال وايي: "زموږ له ویزې ډېر کم وخت پاتې دی خو همدا مو هم ورته وښوده راته یې وویل چې نه چلیږي، ویل دا څه دي، ( ټوکن نمبر)، دې ټوکن کې څه نه‌دي لیکلي، نه بل څه لیکي، بیا مو په ډېرو سختیو مو خپل ځان ترې خلاص کړ."

پاکستان کې نيول شوي افغان کډوال، ارشيف
پاکستان کې نيول شوي افغان کډوال، ارشيف

دی ټینګار کوي، چې پاکستاني پولیسو د ده د ځینو ملګرو چې، د کډوالۍ اسناد او ټوکن نمبر هم ورسره و، وڅیرل او ایسته یې غورځار کړل.

په پاکستان کې د افغانو کډوالو د تر لاسه شويو معلوماتو پر بنسټ، ټوکن نمبر لومړنی سند دی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له‌خوا افغانو کډوالو ته، پاکستان ته له رسېدو وروسته ورکول کېږي، څو چې د دغه ادارې له‌خوا وروستۍ مرکه یې کېږي، دا سند د پناه غوښتنې په نوم پېژندل کېږي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیله منزه کاکړ وایي، د جولای د میاشتې راهیسې دو زره افغانان د ښځو او ماشومانو په ګډون د پاکستان په کراچۍ او سند ایالت کې نیول شوي دي.

د دې په خبره یوولس سوه افغانان بېرته افغانستان ته ډیپورټ شوې دي چې، د دوی په ډله کې داسې کسان هم وو چې د کډوالی اسناد یې درلودل.

منزه کاکړ وایي، پاکستاني پولیس، افغانان د اسنادو د نه درلودلو په تور نیسي خو دا ادعا کوي چې د نیولو وروسته ځیني کسان چې اسناد هم لري، اسناد یې له‌منځه وړي څو هغوی اړ شي، افغانستان ته ولاړ شي.

د پاکستان په زندانونو کې اوس هم سلګونه افغانان بنديان دي.
د پاکستان په زندانونو کې اوس هم سلګونه افغانان بنديان دي.

منزه کاکړ ازادي راډيو ته وویل: "هغه افغانان چې په کراچۍ کې نیول شوي، د هغوی تر منځ ۴۵۰ افغانان دي چې قانوني اسناد یا ویزه لري، د پي يو ار اسناد يا د ای ټي سي کارټ لري خو له هغې سره هم د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي، د دوی تر منځ داسې کسان هم دي چې پولیسو د دوی کارټ ضبط کړی، خراب کړی یې دی، نو د همدې له امله افغانان اړشوي، بېرته یې افغانستان ته ډیپورټ کړي."

"هغه افغانان چې په کراچۍ کې نیول شوي، د هغوی تر منځ ۴۵۰ افغانان دي چې قانوني اسناد یا ویزه لري

په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت له ړنګېدو او د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د افغان ګډوالو شمېر زیات شوی دی.

ډېری دا افغانان قصد لري څو لنډه موده په پاکستان کې د خپلو کیسونو د قانوني کارونو د مراحلو د تېرولو په موخه پاتې شي، خو داسې ښکاري چې د دوی د ویزو نه تمدیدل او د پاکستاني پولیسو چلند دوی د نامعلومې راتلونکې په اړه اندېښمن کړي او دوی د کډوالۍ غم یې دوه برابره کړی.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د مدافع وکیلې د څرګندونو پر بنست،د پاکستان په زندانونو کې د بندیانو لپاره د لومړنیو اسانتیاو نشتوالی د څلورو هغه افغان کډوالو د مړینې لامل شوی چې ساده ناروغي یې درلوده، خو د روغتیایي چوپړتیاو ته د نه لاس‌رسي له امله مړه شوي دي.

د هغې په خبر اوس‌مهال د پاکستان په زندانونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۰۰ افغان کډوال بندیان دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG