د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

طالبانو په فراه ولایت کې د ومان بوټو د زېرمو ویجاړولو لپاره عملیات پيل کړي


ارشيف
ارشيف

د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخوند په خپل تازه فرمان کې ويلي چې، د ومان بوټي په ګډون دې ټول نیول شوي نشه يي مواد وسوځول شي.

له دې فرمان سره سم د طالبانو د حکومت ځايي چارواکو د فراه ولایت په بکوا او خاک سفید ولسوالیو کې د ومان بوټي پر زېرمو او کارخانو عمليات پيل کړي دي.

په بکوا ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت یو ځايي قوماندان چې نه‌غواړي نوم يې په راپور کې ياد شي ازادي راډيو ته وويل، په دې عملیاتو کې د ومان بوټي ټولې ذخيرې او د دې تر څنګ د ښیښې او هيرويينو کارخانې سوځول کېږي.

"له نن څخه وروسته هر مسئول دا حق لري چې په خپله سيمه کې يې کارخانه پيدا کړه له ټولو وسايلو سره به يې سوځوي

نوموړي وويل: "له نن څخه وروسته هر مسئول دا حق لري چې په خپله سيمه کې يې کارخانه پيدا کړه له ټولو وسايلو سره به يې سوځوي، کوم خلک چې په دې تړاو ونيول شول هغوی ته به سخته جزا ورکوي، ځکه دا خلک په خبره نه پوهېږي، يو ځل نه‌دی، دوه ځله نه‌دي، لس ځله ورته ويل شوي چې کارخانې دې بندې کړي، خو دوی په خبره نه پوهېږي."

ومان پخوا د افغانستان په فراه او ځينو مرکزي ولايتونو کې وحشي بوټی و او خپله شين کېده، خو له ۲۰۱۷ ميلادي کال راهیسې خلکو اهلي کړی او اوس په للمي ډول کرل کېږي.

کروندګر وايي، طالبان دې ورته د کوکنارو بديل کښت وړاندې کړي، دوی به هم د کوکنارو له کرلو لاس واخلي.
کروندګر وايي، طالبان دې ورته د کوکنارو بديل کښت وړاندې کړي، دوی به هم د کوکنارو له کرلو لاس واخلي.

له دې بوټې څخه تر پروسس وروسته د ايفیډرین (Ephedrine) په نوم سپين رنګه ماده لاس ته راځي چې د کيمياوي موادو یا تېزابو پر ځای د ښیښې او هيرويينو په جوړولو کې کار ځنې اخیستل کېږي.

د فراه ولایت د خاک سفيد ولسوالۍ يوه اوسېدونکي صادق ازادي راډيو ته وويل، ومان بوټی په کارخانو کې په ډېر ابتدايي ډول پروسس کېږي او دا مهال زرګونه ټنه د پروسس لپاره ذخيره شوی دی.

نوموړی وايي: "ومان خاصه کارخانه نه‌لري، په شنو پلاسټيکي بېلرونو کې خيشتېږي او بیا په ژرنده کې تر ميده کولو وروسته د پټرولو په مرسته (ايپ) ځنې جوړېږي او له ايپ څخه ښیښه جوړېږي. په دې بوټي ډېرې پيسې لګول شوي دي، یو من يې په درې زره کلدارې دی، هر ځای څلور پنځه خرواره ذخيره شوي دي."

د ځايي خلکو د معلوماتو پر بنسټ، اوس مهال په فراه ولایت کې يو من ومان بوټی په درې زره کالدارې خرڅيږي.

"ومان خاصه کارخانه نه‌لري، په شنو پلاسټيکي بېلرونو کې خيشتېږي

له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت د سروې پخوانی رئیس سید نجیب الله احمدي وايي، په افغانستان کې د ښیښې او هيرويينو په جوړولو کې د ومان بوټي کارول ډېر شوي دي.

ښاغلی احمدي وايي: "د ميتام فیتامین يا ښیښې بازار ډېره وده کړې ده، په بېلابېلو ولایتونو کې کارخانې شته چې ځانګړي امنيتي ځواکونه يې ساتنه کوي. اوس له بده مرغه د افغانستان ښیښه لرې هېوادونو ته رسېدلې ده، د ملګرو ملتونو او هغو هېوادونو دوربین پر افغانستان برابر شوی چې له نشه يي موادو سره مبارزه کوي، دوی په دې اړه خپل ځانګړي راپورونه چمتو کوي."

پخوا د هيرويينو په جوړولو کې له هغو تېزابو څخه کار اخیستل کېده چې له ايران څخه به افغانستان ته قاچاق کېدل، خو په وروستیو کلونو کې په هلمند او فراه ولایتونو کې د ومان بوټي په مرسته د ښیښې جوړول ډېر شوي دي، ځکه دا ښیښه د تېزابو تر ښیښې خالصه، ګرانه او په نړیوالو بازارونو کې ډېر غوښتونکي لري.
------------------------
راپور: حفیظ الله نورزاد

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG