د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

برېتانيا او ۵۵ نورو هېوادونو له خپلو اتباعو غوښتي چې روژه کې افغانستان ته سفر ونه‌کړي


د برېتانيا بيرغ
د برېتانيا بيرغ

برېتانیا او د مشترک المنافع نورو پنځه پنځوس هېوادو له خپلو اتباعو غوښتې دي چې، افغانستان ته د روژې میاشتې په ترڅ کې سفر ونه‌کړي.

د برېتانیا او مشترک المنافع هېوادو د دفتر له لورې د چهارشنبې د ورځې په خپاره شوي بیان کې راغلي دي چې، په افغانستان کې امنیتي وضعیت خورا کړکېچن دی.

د بیان له‌مخې د مذهبي مراسمو پر مهال لکه د روژې په میاشت کې د ترهګریزو بریدونو خطر زیات دی.

د اوس لپاره په افغانستان کې د برېتانیا قونسلي فعالیتونه بند دي.

همداراز دې خپل امنیت ته ډېر پام کوي.

په بیان کې دا هم ویل شوې دي، که د برېتانیا او مشترک المنافع هېوادو د شپږ پنځوس غړیو هېوادو کوم غړی بیا هم افغانستان ته د روژې میاشتې په ترڅ کې سفر کوي هغه ته دا لارښوونه کېږي چې ځان به غلی نیسي، له بیروبار ځایونو څخه به ځان ساتي او د مذهبي مراسمو په ګډون به په عامه غونډو کې برخه نه اخلي، همداراز دې خپل امنیت ته ډېر پام کوي.

د برېتانیا او د مشترک المنافع هېوادو په دې بیان کې دا هم ویل شوې دي چې، په افغانستان کې د برېتانیایي اتباعو د نیولو خطر خورا زیات دی او ښایي له داسې توقیفېدو د برېتانیا دولت بیخي خبر نه‌شي.

د جنورۍ په يوولسمه کابل کې د بهرنيو چارو وزارت پر کارکوونکو د چاودنې انځور.
د جنورۍ په يوولسمه کابل کې د بهرنيو چارو وزارت پر کارکوونکو د چاودنې انځور.

همدا راز یې له خپلو خپلوانو سره د ارتباط تضمین ګران دی او ښایي یو برېتانیایی د اوږدې مودې په مخه په زندان کې پاتې شي.

د دې خطر د اعلان سربېره برېتانیا خپلو خلکو ته خبر ورکړی دی چې، د افغانستان په ګاونډیو هېوادو کې د برېتانیا له کونسلګریو سره د اړتیا پرمهال ارتباط نیولی شي.

برېتانیا او مشترک المنافع هېوادو په داسې ورځ دا خبرداری ورکړی دی چې په لندن کې د هغو برېتانیایي سرتېرو عامه څېړنه پيل شوه چې د ملکي افغانانو د وژنې تور پرې پورې شوی دی.

داسې راپورونه مخکې خپاره شوې و چې ځینو برېتانیایي سرتېرو د دوه زره لسم او دوه زره دیارلسم کلونو ترمنځ د چاپو پرمهال څلور پنځوس هغه بې وسلې افغانان وژلي دي چې دوی د ترهګرو شک پرې کړی و.

د برېتانیا د قضایه قویې چارواکو ویلي دي چې، تمه ده د دې پلټنو نتیجې به په اتلسو میاشتو کې خپرې شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG