د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

بایډن: پوتین جنګي جنایتونه ترسره کړي


د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن
د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وویل د جنایي جرمونو د نړیوالې محکمې دا پرېکړه د توجیه وړ ده چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو امر یې کړی دی.

جو بایډن پرون خبریالانو ته وویل چې دا ښکاره ده چې پوتین جنګي جنایتونه ترسره کړي دي.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر دا خبرې وروسته تر دې وکړې چې د جرمونو نړیوالې محکمې ولادیمیر پوتین له اوکراین څخه روسیې ته د ماشومانو د غیرقانوني انتقال په قضیه کې مسوول وباله او د هغه د نیولو حکم یې وکړ.

د بایډن تر څرګندونو مخکې د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیف بورېل ویلي و چې د جرمونو د نړیوالې محکمې پرېکړه د دې پیلامه ده چې له روسیې سره د هغو جنایتونو له امله چې په اوکراین کې یې کوي، حساب کتاب وشي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیف بورېل
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیف بورېل

بورېل زیاته کړه چې دا د نړیوال عدالت او د اوکراین د خلکو لپاره یوه مهمه پرېکړه ده.

د جرمونو نړیوالې محکمې د جمعې په ورځ په خپل بیان کې د روسیې د ماشومانو د حقونو د کمېشنرې ماریا لووبلوا د نیولو حکم هم ورکړ او ادعا یې وکړه چې دې مېرمنې روسیې ته د ماشومانو د لېږدولو په چاره کې په مستقیم ډول لاس درلود.

د جرمونو د نړیوالې محکمې مشر پیوتر هوفمانسکي په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې دوی خو د نیولو امر وکړ اوس د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی چې عملي یې کړي.

د جرمونو نړیواله محکمه ۱۲۳ غړي لري، خو پولیس نه لري چې پرېکړې یې عملي کړي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې د جرمونو د نړیوالې محکمې پوښتنې د منلو نه دی او روسیه د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر د جرمونو د نړیوالې محکمې پرېکړې په رسمیت نه پېژني.

د دې لپاره چې مسکو دا محکمه په رسمیت نه پېژني نو خپل اتباع دې محکمې ته نه سپاري، خو ښایي د دې بیان اغېز دا وي چې ولادیمر پوتین داسې هېوادونو ته چې د جرمونو نړیواله محکمه په رسمیت پېژني سفر ونه کړي، ځکه چې دا هېوادونه بیا مکلف دي چې د محکمې حکم عملي کړي او پوتین وروسپاري.

XS
SM
MD
LG