د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

د جرمني صدراعظم: اوکرايني ځواکونو ته بايد ژر تر ژره نوي مهمات چمتو کړی شي


د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ نن دا خبره د خپل هېواد ولسې جرګې ته وکړه او ویې ویل، راتلونکې اوونۍ به په دې اړه په بروکسل کې د اروپایي ټولنې په سرمشریزه کې د لا ښه، دوامداره اکمالاتو ډاډ ترلاسه کولو لپاره پرېکړې وشي.

د اوکراین لوېدیځ ملاتړیو خبرداری ورکړی دی چې، کییف د هاوټزر په نوم د لویو توپونو د مرمیو له کمبود سره مخامخ دی، ځکه چې هره ورځ د روسیې د یرغل د مخنیوي لپاره دا ډول په زرګونو مرمۍ فیر کوي.

کییف اروپایي ټولنې ته ویلي دي چې، دوی ته د روسیې د یرغل د مخنیوي لپاره د تهاجمي برید په خاطر د هاوټزر توپونو درې لکه پنځوس زره مرمۍ هره میاشت پکار دي.

په بروکسل کې د دوشنبې په ورځ د اروپایي ټولنې د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې تمه ده چې له اوکراین سره د دوه اعشاریه یو میلیارد ډالرو په ارزښت د مهماتو د چمتو کېدو پر سر موافقه وشي او بیا دا پرېکړه د پنجشنبې په ورځ د اروپایي ټولنې په سرمشریزه کې تصویب شي.

په دې ترڅ کې نن د اوکراین پوځ وویل، روسیي ځواکونو د اوکرایني پوځیانو پر سنګرونو پرون د باخموت ښار او د هغه شاوخوا ګڼ بریدونه کړې دي.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر په خپل ورځني راپور کې ویلي دي، د دوی پوځیانو په شمال او لوېدیځ کې د اوریخوو-واسیلیوکا او بوهدانیوکا په سیمو کې د روسیي پوځیانو بریدونه دفع کړې دي خو روسیي پوځیان هڅه کوي چې باخموت بشپړ محاصره کړي.

د اوکراین د لوی درستیز د دفتر د راپور له‌مخې روسیي پوځیانو په تېرو څلرویشت ساعتونو کې پر باخموت پنځه اویا حملې کړې دي.

همدا راز یې د اوکراین په ختیځ کې د خارکیف پر ښار د توغندیو یو برید کړی دی چې، ملکي اهداف او د انرژي د برخې تاسیسات یې ویشتلي دي.

په دې ترڅ کې د امریکا د متحد ایالتونو د دفاع وزارت ویاند پټ رایډر خبرداری ورکړی دی چې، راتلونکې میاشتې د اوکراین په ختیځ کې د جګړو د پایلو لپاره ټاکونکي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG