د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

د روغتيا سازمان: اوکراين کې د جګړې له امله زرګونه کسان زيانمن شوي دي


د اوکراين په جګړه کې يو وژل شوی ملکي، ارشيف
د اوکراين په جګړه کې يو وژل شوی ملکي، ارشيف

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر وايي، په اوکراین کې روانه جګړه د ټکان ورکوونکې مرګ‌ژوبلې او زیانونو سبب شوې ده.

ولکر تُرک پرون سه‌شنبه په ژنیف کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په وینا کې وویل: "په اوکران کې جګړه د ملکي مرګ‌ژوبلې او د ټکان ورکوونکو ویجاړیو سبب شوې. د اوکراینیانو او د راتلونکو نسلونو حقوق به زیانمن شي، د سون او خوراکي توکو پر بیو او د هر هېواد پر جیوپولټیک کړکېچونو یې منفي اغېز کړی دی. دا ډول زیان کولی شي په اروپا کې د جګړې له لارې یو وار بیا ټولې نړۍ ته خپور شي."

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان یوه لوړ پوړي چارواکي وویل، چې په اوکراین کې د روانې جګړې له کبله په زرګونو کسان سخت زیانمن شوي او روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري.

دا ډول زیان کولی شي په اروپا کې د جګړې له لارې یو وار بیا ټولې نړۍ ته خپور شي."

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په اروپا کې د دې سازمان د سیمه‌ییز دفتر غړي ډاکټر ساتیش مشرا په یوه کنفرانس کې وویل، د روغتیايي څارنې پر مرکزونو حملې، د طبي تجهیزاتو کموالی، د خلکو بې‌ځایه کېدل او د برښنا پرچاوي د دې سبب شوې چې د اوکراین ګڼ وګړي له وړ روغتیايي خدماتو بې برخې شي.

دغه راز د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش نن په پلازمېنه کییف کې له ولسمشر ولودمیر زلنسکي سره روسیې ته د اوکراین د غله جاتو د صادراتو پر موافقه خبرې کوي.

د ملګرو ملتونو په منځ‌ګړیتوب دغه موافقه دې‌ته زمینه برابروي، چې د اوکراین غله جات د تور سمندرګي له لارې نورو ځایونو ته صادر شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتېرش

پر اوکراین د روسیې د غیرموجه یرغل څه باندې یو کال کېږي، چې له کبله یې د مسکو او د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د پولنډ دفاع وزیر ماریوش بلاشاک پرون وویل، چې هېواد یې غواړي د لیوپاردـ۲ په نوم لس ټانکونه چې په جرمني کې جوړ شوي، اوکراین ته ولېږي.

بلاشاک په یوه کنفرانس کې وویل، دا مهال اوکراین ته د لیوپارډـ۲ ټانکونو څلور عرادې لېږل شوي او لس نور ټانکونه به راروانه اوونۍ اوکراین ته ولېږل شي.

د اروپايي ټولنې د دفاع وزیرانو په خپله وروستۍ غونډه کې چې د سویډن په پلازمېنه ستاکهولم کې وشوه، د اروپا پر امنیت او د اوکراین پر ملاتړ خبرې وکړې.

په هغه غونډه کې پولنډ ژمنه کړې وه، چې په ټوله کې به د لیوپاردـ۲ ټانکونو ۱۴ عرادې اوکراین ته ورکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG