د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

کابل کې ډله ییز واده؛ رسولي: د دې مراسمو موخه د اسلامي فرهنګ وده او بې وزلو سره مرسته ده


ارشیف: په کابل کې د ډله ییز واده له مراسمو یو انځور - June 13, 2022
ارشیف: په کابل کې د ډله ییز واده له مراسمو یو انځور - June 13, 2022

د 'وصال کوثر فرهنګي ټولنې' په نوم یو فرهنګي بنسټ په کابل کې د ۳۱ ځوانانو د ډله ییز واده مراسم ترسره کړل.

سلیمان نیازی د کابل یو له هغو بې وزلو ځوانانو څخه دی چې وايي، له کوژدې یې پنځه کاله کېږي، خو لا یې هم واده نه دی کړی.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل چې پخوا یې په دولت کې کار کاوه، خو اوس وزګار دی او په اوسني حالاتو کې نه شي کولای چې واده وکړي.

نیازي زیاته کړه: "پنځه کاله کېږي چې کوژده مې کړې، خو د اقتصادي ستونزو له امله مې واده ونه شو کولای. اوس وزګار یم او لا هم د کار په لټه کې یم تر څو پیسې پیدا کړم او واده وکړم."

دا یوازې سلیمان نیازی نه دی، سلګونه او زرګونه نور ځوانان هم له ورته برخلیک سره مخ دي.

امنه وايي، کوژدن (نامزد) يې وزګار و او د واده د لګښتونو د پيدا کولو لپاره يې هېواد پرېښود.

هغې وویل: "ما خپل نامزد د کوژدې له ورځې وروسته نه دی لیدلی. هغه د واده د لګښتونو لپاره ایران ته تللی، څو د واده لګښتونه پیدا کړي او راشي چې واده وکړو."

په کابل کې د یوه ډله ییز واده انځور. June 13, 2022
په کابل کې د یوه ډله ییز واده انځور. June 13, 2022

دا په داسې حال کې ده چې دا څو کاله یو شمېر بنسټونه او سوداګر په کابل او ولایتونو کې د داشان ځوانانو د لاسنیوي په هدف ډله ییز ودونه جوړوي.

د 'وصال کوثر فرهنګي ټولنې' په نوم یو فرهنګي بنسټ د شنبې په ورځ په کابل کې د ۳۱ ځوانانو ډله ییز واده وکړ.

د دغه بنسټ د مسوول محمد ادریس رسولي په خبره، دا د ډله ییزو ودونو ۱۱م دور دی چې دوی یې تنظیموي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل، په دې وروستیو کې په هېواد کې د ډله ییزو ودونو د غوښتونکو شمېر زیات شوی دی.

هغه زیاته کړه: "اصلي هدف د اسلامي ودونو کلتور ته وده ورکول دي چې په ټولنه کې خورا مثبتې اغېزې لري. بل دا چې له هغو کورنیو سره مرسته ده چې اولادونه د اوږدې مودې لپاره کوژدن پاتې وو. حتی موږ داسې قضیې درلودې چې د دوی کوژده مخ په ختمېدو وه. "

رسولي زياتوي چې په دغه ډله ييز واده کې پر کابل سربېره د هرات، سرپل، لوګر، سمنګان او بلخ ولايتونو ځوانانو هم برخه اخيستې وه.

په افغانستان کې کوژده شوي ځوانان په داسې حال کې له بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو شکایت کوي چې د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته د بې کارۍ کچه لوړه شوې او په میلیونونو خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو تر څنګ په افغانستان کې د ودونو ډېر لګښتونه هغه ستونزه ده چې کورنۍ ترې شکایت کوي.

دوی وايي، په اوسنيو شرايطو کې خلک نه شي کولای چې خپلو کورنيو ته يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي، نو د خپلو ځوانو زامنو د ودونو درانه او ملاماتونکي لګښتونه څنګه پوره کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG