د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو شورا غونډه کې د افغان نجونو او مېرمنو په اړه بحثونه شوي


ارشيف
ارشيف

د افغان نجونو او مېرمنو په اړه د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو شورا خبرې.

د فبروري ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره کېږي او د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو شورا د دې ورځې په درشل کې بیګا په بروکسل کې په خپله غونډه کې د اوکراین پر مسایلو سربېره د افغانستان د روان وضعیت، په تېره د بشري حقونو او د ښځو د حقونو پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د افغانستان په اړه بحث د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې انالینا بایربوک د غوښتنې په اساس شامل شو.

د غونډې په درشل کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د بروکسل په غونډه کې پر اوکراین د روسیې پر یرغل سربېره د افغانستان او ایران په اړه هم بحث کوي.

په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت خواشینوونکی بلل شوی او ویل شوي دي چې، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې وروسته له دې چې طالبانو پر واکمنۍ ولکه ټینګه کړه، د افغان ښځو او نجونو د ژوند حالت او کیفیت په پرله‌پسې ډول خراب شوی، دوی په تدریجي ډول له عامه ځایونو، ښوونځيو، پوهنتونونو او دفترونو څخه څنډې ته شوي او ورو ورو په کورونو کې ایسارې شوې دي.

ايران کې لاريونونه، ارشيف
ايران کې لاريونونه، ارشيف

بیان زیاتوي د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیران به د جرمني د غوښتنې له‌مخې په افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت په اړه بحثونه وکړي او په دې اړه به غور وکړي چې ټول په ګډه په دې برخه کې کوم اقدام کولای شي.

نړیوال، په تېره اروپايي ټولنه، متحدایالات او ملګري ملتونه په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر تعلیم او کار بندیزونو او په ټوله کې د بشري حقونو مسایلو ته په ډېر جدي نظر ګوري.

د روان هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په پیل کې د ملګروملتونو مرستیالې امینې محمد په دې مقصد افغانستان ته سفر وکړ چې د طالبانو چارواکي به د ښځو د حقونو په مسئله کې انعطاف ته وهڅوي خو دې هڅو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG