د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

د پوهاند زغم پر مړينه د استادانو او محصلانو وير؛ مړينه يې لويه ضايعه وبلل شوه


ډاکتر پوهاند احمدشاه زغم
ډاکتر پوهاند احمدشاه زغم

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې استاد پوهاند احمدشاه زغم مړينه لويه ضايعه وبلل شوه.

د کابل پوهنتون د ژبو ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې امر ډاکتر اجمل ښکلي وايي: "زموږ د عرفاني ادبياتو يو ډېر مهم استاد و. د فلکوري او ولسي ادبياتو مهم استاد و."

ښاغلی ښکلی د پوهاند احمدشاه زغم مړینه د پښتو ادب لپاره یوه لویه ضایعه ګڼي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "د عرفاني ادبياتو برخه کې او د ليکوالۍ برخه کې يې ګڼ اثار چاپ شوي دي، زموږ د فوق لېسانس برخه کې او د ماسټرۍ برخه کې يو مهم استاد و، زموږ څانګه د دوی په وفات باندې نيمګړې شوه، خدای ج دې جنتونه ورته ورکړي."

ليکوال، شاعر او د کابل پوهنتون استاد ډاکتر پوهاند احمدشاه زغم پرون د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۶۶ کلونو په عمر وفات او نن په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.

ارواښاد پوهاند احمدشاه زغم د کابل پوهنتون له پخوانيو استادانو سره.
ارواښاد پوهاند احمدشاه زغم د کابل پوهنتون له پخوانيو استادانو سره.

استاد زغم له سرطان ناروغۍ کړېده.

نوموړی د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې زېږېدلی و، په ۱۳۶۱ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه فارغ او په یاده څانګه کې استاد شو.

احمد شاه زغم نږدې ۴۰ کاله د کابل پوهنتون، د ژبو او ادبياتو پوهنځي، په پښتو څانګه کې تدريس وکړ.

د کابل پوهنتون پخوانی استاد او ليکوال محبوب شاه محبوب وايي، استاد احمدشاه زغم د ادبپوهنې او تصوف ترڅنګ د معاصرې ژبپوهنې پر نظرياتو هم پوه استاد و.

"پوهاند ډاکټر احمدشاه زغم، د کابل پوهنتون، د ژبو او ادبياتو د پوهنځي، يو له ډېرو باتجربه استادانو و.

محبوب ازادي راډيو ته وويل، د استاد کمال دا و چې بېلابېلو برخو کې يې تدريس او ليکوالي کوله.

نوموړی وايي: "پوهاند ډاکتر احمدشاه زغم، د کابل پوهنتون، د ژبو او ادبياتو د پوهنځي، يو له ډېرو باتجربه استادانو و. ارواښاد پوهاند صيب نه يوازې دا چې تصوف او عرفان کې يې لوی لاس لاره، بلکې د ادبياتو پر تيوري او د ادبياتو په نړيوالو نظريو يو اګاه او د ګوتو په شمار استادانو کې حسابيږي. استاد زغم د پښتو ژبې د عرفاني شاعرۍ او تصوفي فکر څېړنه کړې وه."

پوهاند ډاکتر احمدشاه زغم او د کابل پوهنتون د پښتو څانګې استاد ډاکتر محمد رفيق رفيق
پوهاند ډاکتر احمدشاه زغم او د کابل پوهنتون د پښتو څانګې استاد ډاکتر محمد رفيق رفيق

معاصره لیکوالي، پښتو عرفاني او تصوفي ادبیات، پښتو فلکوري ادبیات، د شعر ښکلاییزه برخه، پښتو چاربیته، په شپېتمه لسیزه کې د افغانستان پښتو شعر ته کتنه او رحمان بابا یو صوفي او عارف شاعر و؟ د ډاکتر پوهاند احمد شاه زغم چاپ شوي اثار دي.

د کابل پوهنتون د پښتو ادبياتو څانګې محصلان او د استاد احمد شاه زغم شاګردان وايي، نوموړی سره له دې چې وروستيو کلونو له يوې ناعلاجه ناروغۍ څخه کړې ده، خو بيا به يې هم په پوره مينه او لېوالتيا دوی ته پر وخت تدريس کاوه.

د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې ماسټرۍ دورې محصل شاه محمد بشير وايي: "استاد نه يوازې زموږ لپاره، بلکې د پښتو ژبې او ادب لپاره لويه ضايعه ده. استاد کلونه کلونه کابل پوهنتون کې زما په شمول ګڼ شمېر محصلين وروزل. دی که څه هم له يوې ناځوانه ناروغۍ څخه کړېده، خو بيا هم په ډېره مينه پوهنتون ته راته، او زده‌کړيالانو ته يې درس ورکاوه."

دغه راز د پښتو څانګې ماسټرۍ دورې بل محصل شفيع‌الله نعيمي ازادي راډيو ته وويل: "زما د لېسانس او ماسټرۍ د دورې استاد و، استاد له شاګردانو او خپلو زده‌کوونکو سره ډېره ښه رويه کوله، د نوموړي تشه به ډېره پورې په کابل پوهنتون کې حس شي. نوموړی د ژوند په وروستيو کلونو کې له سختې ناروغۍ سره لاس و ګرېوان و، خو سره له دومره دردونو او مشکلاتو به هر وخت تدريس ته حاضرېدلو."

د یادونې ده، چې د ډاکتر پوهاند احمدشاه زغم همکارانو، استادانو، ليکوالانو او د هغه محصلانو پر خواله رسنيو هم د نوموړي پر مړينه وير کړی او د هغه مړینه یې د پښتو ادب لپاره یوه لویه ضایعه بللې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG